Add new comment

بعد از يکسال خلاى ادارى، والى جديد فارياب به کار آغاز نمود

 ميمنه (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٤): د فارياب نوي والي په داسې حال کې کار پيل کړ او د امنيت ټينګښت، بيارغونې او د پراختيايي پروژو د عملي کولو ژمنه يې وکړه چې دغه ولايت له يو کال  راهيسې والي نه درلود او د مستوفي له لوري اداره کېده.
پخوانى والي محمدالله بتاش اوسمهال د ترانسپورت او هوايي چلند وزير په توګه دنده ترسره کوي.
د فارياب مرستيال والي عبدالستار بارز چې څه باندې يوه لسيزه يې دا دنده پر مخ وړه، دوه مياشتې وړاندې د بغلان د والي په توګه وګومارل شو او فارياب والي مرستيال نه لري، سيمه ييزه اداره څو مياشتې وړاندې د ميمنې ښار مستوفي له لوري اداره کېده.
د يادې اداري تشې په غبرګون کې د مدني ټولنې بنسټونو شبکې تېره مياشت د يو تمثيلي حرکت په ترڅ کې د ولايت دروازه وتړله او د دغه خوځښت موخه يې دا وه څو دولت ډېر ژر او په جدي توګه سيمه ييز مسوولين وګوماري او امنيت ټينګ کړي.
خو د فارياب نوى والي چې تېر مازديګر سيمه ييزو مسوولينو ته ور وپېژندل شو؛ د امنيت ټينګښت، د قانون او عدالت پلي کول، بيارغونه او نوې جوړونه او د پراختيايي پروژو عملي کول يې د خپل کار له لومړيتوبونو څخه وګڼل.
نوموړى چې له دې وړاندې په ولسي جرګه کې د سرپل ولايت د خلکو استازی و او دوه مياشتې وړاندې د ولسمشر له فرمان سره سم د والي په توګه وګومارل شو؛ زياته يې کړه چې د فارياب د خلکو له ستونزو په بشپړ ډول خبر دى او په هوارولو کې يې د ولايتي شورا، عالمانو، مدني ټولنې او بېلابېلو پرګنو په مشورو هڅه کوي.
سادات چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مرستيال مير ابومسلم صديقي له لوري سيمه ييزو مسوولين او خلکو ته ور وپېژندل شو، زياته يې کړه چې د کار وړتيا او تجربه لري؛ خو برياليتوب يې د خلکو، ولسمشر اشرف غني او جنرال دوستم له ملاتړ سره تړاو لري.
د فارياب ولايتي شورا مشر محمد طاهر رحماني له نوي والي د همکارۍ او ملاتړ د اعلان تر څنګ له هغه څخه وغوښتل چې د فساد په له منځه وړو، د امنيت په ټينګښت او د قانون په تطبيق کې په جدي توګه کار وکړي.
هغه وويل: "د سرپرستانو له لوري د دغه ولايت له اداره کېدو يو کال وروسته، نن والي معرفي شو له دولت څخه غواړو چې په ولسواليو او دولتي ادارو کې د سرپرستانو دندې ختمې کړي."
د ولسي جرګې غړي ډاکټر نقيب الله فايق وويل چې فارياب د هېواد يو ناامن ولايت دى او زياتې ستونزې لري چې دلته ولايت کول د جمهوري رياست په تناسب ګران کار دى.
فايق له مرکزي چارواکو څخه د کلکې نيوکې تر څنګ زياته کړه:"که د فارياب ځوانان، د وزارت او ولايت وړتيا  نه لري؛ بايد د ارګانونو مسوولين د زرګونو تحصيل کړو او وزګارو ځوانانو له ډلې په دغه ولايت کې وګومارل شي."
د هغه په وينا، دامهال له دريو رياستونو پرته، د فارياب په ټولو ادارو کې له بهر څخه کسان پر دندو ګومارل شوي دي چې دا کار د منلو وړ نه دى.
د فارياب د عالمانو شورا مرستيال مولوي غلام نبي غفوري وويل که نوى والي د خلکو او هېواد ملي ګټو په برخه کې کار وکړي، همکاري ورسره کوي او که کړنې يې د تمې خلاف او ناسمې وې، په هغه وخت کې به يې عالمان اصلاح کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د يوې خصوصي کمپنۍ يوې چورلکې د فارياب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې بېړنۍ ناسته وکړه چې له طالبانو سره په نښته کې د ملي اردو دوه سرتېري او يو بهرنى وګړى وژل شوي  او د چورلکې ١٨ سپرلي او کارکوونکي يې له ځان سره بيولی دي.
طالبانو د روان کال د تلې په ٢٦مه د غورماچ ولسوالۍ هم نيولې او څه باندې ١٠ پوليس يې وژلي او د دې ولسوالۍ امنيه قوماندان يې له ١٧ پوليسو سره برمته کړی، دا ولسوالۍ تر اوسه د هغوى په ولکه کې ده.
همداراز طالبانو د تلې په ١٣مه پر ميمنې ښار هم بريد وکړ چې محبس ته څېرمه راورسېدل چې له سختې نښتې او ورته اوښتو درنو تلفاتو څخه وروسته، شاه تګ ته اړ شول.
 
 
 
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.