Add new comment

والي: په تېرو ١٤ کلونو کې بادغيس ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې

قلعه نو  (پژواک، ٦ لړم ٩٤): د بادغيس نوى والي وايي چې د مرکزي حکومت له خوا په تېرو څوارلسو کلونو کې دغه ولايت ته لازمه پاملرنه نه ده شوې.
د بادغيس نوي والي ډاکتر جمال الدين اسحاق د لړم په ۶مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې په تېرو ١٤ کلونو کې د مرکزي حکومت د نه پاملرنې له امله په دغه ولايت کې د بيارغونې او پرمختګ ډېر کارونه نه دي شوي.
هغه دغه راز وويل چې د دغه ولايت د  سيمه ييزو چارواکو له خوا هم په خپل وخت کې کې د يوه منظم پلان له مخې پروژې نه دې پلې شوې.
نوموړي زياته کړه چې د ياد ولايت روغتيايي مرکزونه په خورا بد وضعيت کې دي، ګڼ شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري، د ولسواليو سړکونه قير شوي نه دي او د ځينو پروژو کارونه په نيمه کې پاتې دي.
اسحاق وايي، په کاري لومړيتوبونو کې يې د امنيت تامين، له ترکمنستان څخه د برېښنا رالېږد، د حلقوي سړک قير او په قلعه نو کې د پاکو اوبو د پروژې پلې کول دي.
والي وويل، په پام کې لري چې د بادغيس په نا امنو سيمو کې چاڼيز علميات ترسره کړي، خو د عملياتو له ترسره کېدو مخکې له قومي مشرانو سره سلا مشوره او د امنيتي ځواکونو همغږۍ اړينه ده.
ده زياته کړه: ((په بادغيس کې د پستې ځنګلونه اوس د زورواکو په لاس کې دي چې هر کال ترې لسګونه ميليونه ډالره عايد لاس ته راوړي، موږ به له يوې خوا هڅه کوو دغه ځنګلونه د زورواکو له منګولو خلاص کړو او له بل لوري د پستې نوې نيالګي کښېنوو، څو د دغه ولايت عايد زيات کړو.))
جمال الدين اسحاق وويل، له ترکمنستان څخه بادغيس ته د برېښنا د انتقال په اړه يې له ولسمشر اشرف غني سره خبرې کړې او هغه ډاډ ورکړى چې حکومت به دې برخې ته لازمه پاملرنه وکړي.
دغه راز هغه زياته کړه چې د برېښنا په لېږد سره به بادغيس پر يوه صنعتي ولايت بدل او د خلکو پر اقتصادي وضعيت به مثبتې اغېزې وکړي.
د والي په خبره، د محلي حکومتولۍ د پياوړتيا په برخه کې ولسي همکاري ډېره اړينه ده، خوشبختانه چې د بادغيس ولسونه له حکومت سره بشپړه همکاري لري.

 

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.