Add new comment

حاصلات گندم بادغيس ٦١ درصد افزايش داشته است

قلعه نو (پژواک، ٢٨ تله ٩٤): د بادغيس د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله ٦١ سلنه لوړ شوي او چارواکي وايي چې د سږ کال حاصلات به د دغه ولايت اړتيا پوره کړي.
د بادغيس د کرنې رييس حفيظ الله بينش پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر کال په دغه ولايت کې د غنمو د حاصلاتو کچه ٧٨٥١٧ ټنه وه، خو ښږ کال ١٢٦٣٩٢ ټنو ته رسېدلې ده.
نوموړي زياته کړه چې د کرنې رياست دا شمېره په مرکز او ولايتونو کې د نمونې له اخيستنې ترلاسه کړې ده.
د هغه په خبره، په روان کال کې د کرنې ادارې د بودجې د نشتوالي له امله خلکو ته اصلاح شوي تخمونه نه دي وېشلي، خو پر وخت سره شوي ورښتونه د غنمو د حاصلاتو د ډېروالي لامل شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې د سږ کال د غنمو حاصلات د بادغيس د خلکو اړتيا پوره کوي او حتى کروندګر کولى شي چې يوه اندازه غنم نورو ولايتونو ته صادر کړي.
هغه وويل چې سوداګر يوه کمه اندازه اوړه او غنم له ايران او قزاقستان نه بادغيس ته راوړي، ځکه چې د بادغيس د غنمو ډوډۍ يو څه تور رنګه ده او خلک وارد شوي اوړه ورسره ګډوي.
کروندګر هم د غنمو د حاصلاتو له لوړوالي خوښ دي، خو وايي چې دولت بايد  په دې برخه کې له دوى سره مرسته وکړي.
د دغه ولايت د ابکمري ولسوالۍ يوه کروندګر حق داد وويل چې سږ کال يې د للمي غنمو حاصلات شپږ سوه منه (اته کيلويي من) شول، تر اوسه يې دوه سوه منه کيلو په دوه افغانۍ پلورلي دي.
نوموړي زياته کړه چې تېر کال يې د غنمو حاصلات شاوخوا ٣٥٠ منه وو.
هغه په روان کال کې د ډېرو بارانونو ورېدل د حاصلاتو د زياتوالي لامل وباله او ويې ويل چې دولت د بادغيس له کروندګرو سره د اصلاح شوو تخمونو، کيمياوي سرې او نورو توکو هېڅ مرسته نه ده کړې.
هغه زياته کړه: ((بادغيس يوه غرنۍ سيمه ده، ټول کروندګر يې للمي کري، دولت بايد د للمي کروندګرو ته د داسې لارو چارو په ورښودو کې مرسته وکړي چې حاصلات يې ډېر شي.))
د بادغيس د مرکز باغک سيمې يوه کروندګر محمد قربان هم  د غنمو د حاصلاتو پر ډېرېدو خوښي وښوده، خو ويې ويل: ((دا د کرنې ادارې کار نه دى، بلکې خپله د کروندګرو د زحمتونو پايله ده، د ورښتونو کچه لوړه شوې وه چې د غنمو حاصلات ورسره لوړ شول.د کرنې ادارې له خوا ورسره هېڅ مرسته نه ده شوې.))
د بادغيس د کرنې مشر ومنله چې سږ کال د کرنې ادارې په ېد برخه کې له کروندګرو سره مرستې نه دي کړې، خو زياته يې کړه چې د خربوزو، هندوانو او نورو کرنيزو توکو د افاتو د مخنيوي په برخه کې يې تخنيکي مرستې کړې.
د هغه په خبره، که چېرته بودجه ورته منظوره شي، دا رياست پلان لري چې په بېلابېلو برخو کې له کروندګرو سره مرسته وکړي.
ولسمشر اشرف غني څو ورځې وړاندې په کابل کې د يوه کرنيز نندارتون د پرانېستې پرمهال وويل چې حکومت د کرنې په برخه کې د اوبو، ځمکې، اصلاح شوو تخمونو، د کرنيزو وسايلو او د کورني توليد بازار موندنه کې د ښځو بر رول کار کوي او دې برخو ته جدي پاملرنه کېږي.

 

 

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.