Add new comment

د تخار نوى والي: له ترهګرۍ او اداري فساد سره مبارزه مې کاري لومړيتوبونه دي

تالقان(پژواک،٢٠تله٩٤): د تخار نوى والي وايي چې له اداري فساد، ترهګرۍ او قومي تعصباتو سره مبارزه يې له کاري لومړيتوبونو څخه ده.
محمد ياسين ضيا د تلې په ٢٠مه د تخار ولايت د نوي والي په توګه معرفي شو.
په همدې اړه جوړې شوې غونډې ته محمد ياسين ضيا وويل چې د سیمې استخباراتو او د هغو کسانو په اړه چې د دې هیواد مشران وژني، پوره معلومات لري.
ضیا وویل چې د هر هغو پدیدو پر وړاندې چې دغه سیمه يې نا امنه کړې او ولس ته يې ستونزې جوړ کړي جدي مبارزه کوي.
 هغه زياته کړه : (( دښمن شاید زما پیغام واوري، دومره درته ویلی شم چې ددې خاورې په متر متر خاوره کې مې جګړه کړې او په کې بلدیم، د سیمې اسخباراتو او هغو کسانو سره چې زموږ مشران وژني، بلد یم او پوهيږم چې څه ډول ورسره مبارزه وکړم.))
هغه دا هم وويل چې له اداري فساد، قومي تعصباتو ، ترهګرۍ او نورو ناخوالو سره مبارزه يې هم له کاري لومړيتونو څخه ده.
په دې غونډه کې د تخار جهادي قوماندان خیر محمد تېمور وویل،چې د تخار اوسېدونکي به تر هغه د نوي والي او حکومت سره همکاري کوي چې دوی خلکو ته خواخوږي وي.
نوموړي وویل که نوی والي د ځانګړي قوم، ژبې، سیمې او ورته نور مسایلو لپاره کار وکړي نو د خلکو له غبرګون سره به مخ شي.
هغه زياته کړه : (( زه د یو جهادي قوماندان او د یوه جنرال په توګه دا اعلان کوم هر هغه کس چې له دولتي دندې څخه د خپل قوم، د خپلې سیمې او د ګوند په ګټه کار وکړي خلک ورسره همکاره نه دي او پر وړاندې يې مبارزه کوي.))
دغه راز په دې غونډه کې په ولسي جرګه کې د تخار استازي اکرام الدین معصومي وویل چې له پنځو میاشتو راهیسې یې ددغه ولایت د امنیت ساتلو لپاره، له جهادي قوماندانانو، مخورو ،سپین ږیرو او له حکومتي مشرانو سره خبرې کړې دي.
معصومي وویل چې اوس مهال د تخار ټول اوسېدونکي له امنیتي ځواکونو سره په هره برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.
نوموړی زیاتوي: ((لکه څنګه چې د تخار خلک د روسانو پر وړاندې جهاد وکړ او روسان یې له خپلې پاکې خاورې وشړل، همدا شان د طالبانو او پاکستانیانو پر وړاندې هم چې سیمه یې نا امنه کړې جهاد ته چمتو دي.))
تورنجنرال محمد یاسین ضیا د کاپیسا ولایت اوسېدونکی دی چې تر دې وړاندې يې د ځينو نورو دولتي دندو ترڅنګ د ملي امنيت د عمومي رياست د مرستيال په توګه دنده ترسره کړې ده.
 
 

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.