Add new comment

"کوچی ها امسال از ترس داعش به مناطق سرد کوچ کرده نمى توانند"

ميدانښار (پژواک، ۱٥ تله ۹٤): يو شمېر کوچيان وايي چې د داعش له وېرې سږ کال دوی د ژمني په موسم کې ختيځو ولايتونو پر ځای په ميدان وردګو او نورو سړو ولايتونو کې پاتې کېږي.
په دې وروستيو کې د ننګرهار ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د داعش وسله والو د شتون، فعاليتونو او بريدونو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.
د ميدان وردګو د کوچيانو امر همايون عزيزي د تلې په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې کوچيان په ژمني کې د سړې هوا له امله له دغه ولايته تودو ولايتونو ته کوچېدل.
خو هغه وايي چې په دغه ولايت کې مېشت کوچيان سږ کال د داعش د ګواښونو له وېرې ختيځو او نورو ولايتونو ته نه کوچېږي او په ژمي کې هم په دغه ولايت کې پاتې کېږي.
عزيزي زياته کړه: ((دوی پوهېږي چې په ژمي کې د سړې هوا لرونکي ولايتونو کې د دوی پاتې کېدل به د سترو مالي زيانونو اوښتو لامل شي خو د سر زيان ژغورنې په موخه دغه تاوانونه مجبور پر ځان ومني.))
د ګلاب الدين په نوم يو کوچی وايي، حکومت دې دوی ته د سږ کال په ترڅ کې ځانګړې پاملرنه وکړي، تر څو په ژمي کې په ميدان وردګو ولايت کې هغوی ته زيان ونه رسېږي.
هغه وايي: ((په ميدان وردګو ولايت کې سختې واورې کېږي او د همدې واورو له امله به مو زيات څاروي مړه شي.))
دغه کوچی وايي، دوی په هېڅ ډلې پورې نه دي تړلي خو داعش د دوی لپاره هم ګواښ دی او له همدې امله يې پرېکړه کړې چې سږ کال به د ځان د خوندي ساتلو په موخه ختيځو ولايتونو ته کډه ونه کړي.
د ميدان وردګو د ولايتي شورا غړي ميرويس اميري له پژواک سره په خبرو کې اندېښنه څرګنده کړه چې په ژمي کې د کوچيانو پاتې کېدل به له ځايي خلکو سره د شخړې لامل وګرځي.
هغه پژواک ته وويل: ((په دغه ولايت کې د کوچيانو او هزاره ګانو تر منځ هر وخت شخړي کېږي خو که په ژمي کې هم دغه کوچيان پاتې شي، ممکن دغه شخړې نورې هم ډېرې شي.))
نوموړی هم وايي چې په ژمي کې د کوچيانو پاتې کېدل د هغوی لپاره د سترو زيانونو اوښتو لامل ګرځي او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې د سهولتونو د برابرولو په موخه ورته امکانات برابر کړي.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې ياده موضوع له دوی سره شريکه شوې چې دوی هم د کوچيانو چارو له عمومي امريت سره دا موضوع شريکه کړې ده.
هغه زياته کړه، هڅه کوي چې د کوچيانو لپاره د ژمي امکانات برابر کړي او په همدې موخه د دغه ولايت والي له مرستندويه ادارو سره هم خبرې اترې کړې دي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.