Add new comment

اتاق تجارت در کاپيسا گشايش يافت

محمودراقي (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٤): په کاپيسا ولايت کې د لومړي  ځل لپاره د سوداګرۍ او صنايعو خونه پرانيستل شوه او په فعالېدو سره به يې د سوداګرو ډېرې ستونزې هوارې شي.
د دغه دفتر او ودانۍ د پرانيستې په مراسمو کې د سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزي، د کاپيسا والي سيد خالد، د ولايتي شورا غړو او ځايي چارواکو برخه اخيستې وه.
د کاپيسا د صنايعو او سوداګرۍ خونې رييس حاجي ظاهر حکيمزاده پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د سوداګرۍ خونې د نشتوالي له امله ځايي سوداګر له ستونزو سره مخامخ وي.
د هغه په وينا، دغه راز سوداګري غير منظمه پر مخ تله او داسې يوه مرجع نه وه چې د سوداګرۍ چارې يې سره منظمې کړې واى.
دى وايي چې د دې ادارې په فعالېدو او پرانيستل کېدو سره به د دوى کارونه منظم او په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.
حکيمزاده وويل چې کاپيسا کرنيز ولايت دى، انګور، انار، غوزان، او نور توکي يې د هېواد نورو ولايتونو او له هېواد څخه بهر ته صادرېږي.
د هغه په وينا، اوسمهال د کاپيسا سوداګرو ته يو مرکزيت رامنځته شوى چې دوى کولای شي خپلې اقتصادي او سواګريز پروګرامونه همدلته منظمې کړي.
ده زياته کړه چې د سوداګرۍ خونې پر ودانۍ شاوخوا ١٥ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى دى، چې د دولت له بوديجې ورکړل شوى دى.
د کاپيسا د ولايتي شورا رييس حسين سنجني پژواک اژانس ته وويل چې تر اوسه په دغه ولايت کې کومه ځانګړې اداره نه وه چې ځايي سوداګر خپل کارونه منظم او ستونز يې هوارولې.
د هغه په وينا، په کاپيسا کې پانګوال او سوداګر ډېر زيات دي او د دې ادارې په فعالېدو سره به د دغه ولايت اقتصاد پرمختګ وکړي.
د کاپيسا د ښځو چارو رييسه وايي چې تر اوسه په دغه ولايت کې د ښځو د لاسي صنايعو د نندارتون لپاره کوم ځانګړى ځاى نه و، اوس د سوداګرۍ خونې په پرانيستل کېدو سره دا ستونزه هواره شوه.
د اول کوهستان يوه سيمه ييز سوداګر حاجي عارف د سوداګرۍ خونې ادارې پر جوړېدو خوښي څرګندوي او زياتوي  اوسمهال چې د سوداګرۍ په برخه کې کومې ستونزې وې،  هغه به ورسره هوارې شي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې د دې ادارې په فعالېدو سره به د دې سيمې سوداګرو ته ډېرې اسانتياوې برابرې او وکولى شي خپل توکي په اسانه د هېواد ختيځ او شمال ته ولېږي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.