Add new comment

"بيگانگان نمى خواهند که نيروهاى امنيتى، مسلکى تربيه شوند"

زرنج (پژواک، ١٩ زمرى ٩٤): سلګونه خلکو، د پوليسو اکاډمۍ د دوه محصلينو جنازه چې د کابل په ځانمرګي بريد کې وژل شوي و، په نيمروز ولايت کې تر سره کړه او ويې ويل چې دغه محصلين په سنګر کې نه، بلکې د درس په ځاى کې قرباني شوي دي.
 د کورنيو چارو وزارت د هغه بريد په اړه چې درې شپې وړاندې د کابل ښار د پوليسو اکاډمۍ مخې ته شوې، ويلي چې په دغه بريد کې د محصلينو او ملکيانو په ګډون له څلوېښتو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو يو شمېر نورو سرچينو د ٣٠ محصلينو له وژل کېدو او ٣٧ نورو له ټپيان کېدو خبر ورکړى دى.
 د دغو محصلينو مړي، چې د سرحدونو په چارو کې د ولسمشر د سلاکار نجيب الله ناصر وراره او اوښيى وو، نن د نيمروز مرکز زرنج ښار ته په داسې حال کې ولېږدول شول چې سلګونه کسانو د دوى جنازې له هوايي ډګر څخه تر ښار پورې بدرګه کړې.
 د سرحدونو په چارو کې د ولسمشر سلاکار چې د يادو کسانو د جنازې په مراسمو کې يې ګډون درلود، وويل چې دغه پېښه د افغانانو د دوښمنانو له لوري تر سره شوې او دولت بايد د هغوى عاملين د قانون منګولو ته وسپاري.
 هغه څرګنده کړه: " موږ خپل بچيان له وطن او خلکو څخه د دفاع په موخه د پوليسو په اکاډمۍ کې شامل کړي، خو قسمت همدا و چې په ګرم سنګر کې نه، بلکې د درس په ځاى کې يې خپل ځانونه له لاسه ورکړل."
 د يادو محصلينو ماما عبدالقدوس زوري وويل، چې دا يو دردناک جنايت دى چې ځوانان د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه کابل ته د درس او ښوونې لپاره کابل ته ځي، خو د هېواد د دوښمنانو له لوري هره ورځ په خاورو او وينو لړل کېږي.
 زوري زياته کړه: "بهرنيان نه غواړي چې زموږ وطن ارامه شي، وسله وال مخالفين دې راشي او له خپلو خلکو سره اوږه په اوږه بايد د هېواد په بيارغونه کې خدمت وکړي."
 مشرانو جرګه کې د نيمروز استازي محمد نادر هم وويل چې پردي کسان نه غواړي چې زموږ امنيتي ځواکونه مسلکي روزنه تر لاسه کړي.
 ياد سناتور زياته کړه: " دغه لوى جنايت به ملت هيڅکله هم ونه بخښي او موږ او خلک دا هيله لري چې د ملي يووالي حکومت مشران په خپلو منځو کې سره جوړ شي او د خلکو د امنيت د خونديتوب فکر وکړي."
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.