مهترلام (پژواک، ١٢ زمرى ٩٤ ) :د لغمان والي له خلکو وغوښتل چې په دې ولايت کې د کوکنارو د کر کيلي د مخنيوي لپاره له حکومت سره مرسته وکړي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د زمري په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، په دې غونډه کې چې نن د ولايت په مرکز مهترلام ښار کې جوړه شوې وه، له والي عبدالجبار نعيمي او ځايي چارواکو سربېره ګڼ شمېر قومي مشرانو ، ديني عالمانو او کروندګرو هم برخه اخيستې وه.
د لغمان والي ددې ولايت له کروندګرو مننه وکړه، چې په خپلو کروندو کې يې د کوکنارو پر ځاى نور فصلونه او په ځانګړې توګه سبزيجات کرلي.
هغه دغه راز له کروندګرو وغوښتل چې د کوکنارو او هر ډول نشه يي توکو پروړاندې مبارزه کې له خپل دولت سره مرسته وکړي.
نعيمي وويل ، چې که د ولسونو او قومونو همکاري له دوى سره وي ، نو باور لري چې د لغمان په هېڅ يوه سيمه کې دکوکنارو دکښت لپاره به خلک زړه ښه نه کړي.
په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازي نقيب الله محبت دکوکنارو له کروندګرو څخه وغوښتل چې په خپلو اولادونو رحم وکړي او دکوکنار کښت ته دې د پای ټکی کېږدي.
نوموړي د لغمان له والي وغوښتل چې د کوکنارو دکښت ترڅنګ بايد په دې ولايت کې د نشه يي توکو هر ډول قاچاق ، پېر او پلور بند کړاى شي.
د علماوو په استازيتوب مولوي محمد يونس شمعه خېل وويل چې د هر ډول نشه يي توکو کارول په اسلام کې جواز نه لري.
هغه زياته کړه ، دوی دې ته ژمن دي چې داسلام په رڼاکې د ټولو نشه يي توکو د زيانونو په اړه خپلو خلکوته عامه پوهاوی ورکړي.
د محمد ماصل په نامه يوه قومي مشر پژواک اژانس ته وويل چې دوى د کوکنارو په له منځه وړلو کې له دولت سره هر ډول مرستې او همکارۍ ته تيار دي.
خو نوموړي له حکومت څخه وغوښتل چې له کروندګرو سره لازمې مرستې وکړي.