Add new comment

Laghman teachers to get residential plots: Governor

جلال اباد (پژواک، ۱۴چنګاښ ۹۴): د لغمان والي وايي، چې د پوهنې سکتور ته يې پاملرنه په کاري لومړيتوب کې دی او ډېر ژر به د دغه ولايت ۲۵۰ اړو  ښوونکو ته د اوسېدو لپاره ځمکه ورکړي.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د پوهنې بهير پر وړاندې يې د شته ننګونو د حل لپاره کاري پلان جوړ کړى دى.
هغه وايي چې د دغه پلان پر بنسټ به د لغمان ولايتي اداره د پوهنې  په برخه کې ستونزې او لومړيتوبونه لېست کوي او وروسته به يې پر حل لارو فکر کېږي.
نعيمي زياته کړه: (( زما اول اقدام به دا وي، چې ۲۵۰ اړو  ښوونکو ته د کورونو لپاره ځمکه ورکړم، ځکه لومړی حق د همدوی دی.))
والي په دې مرکه کې د کرنې سکتور په برخه کې د جدي اقداماتو يادونه هم وکړه او ويې ويل چې لغمان د کرنې له پلوه نوم وتی ولايت دی او بايد پاملرنه ورته وشي.
نعيمي زياته کړه: (( دلته يو څو سړې خونې شته ، کار پرې کوم چې فعالې شي ترڅو بزګر ترې ګټه واخلي.))
هغه دا هم وويل چې يو شمېر نورې پروژې يې هم ترلاس لاندې دي.
نعيمي زياته کړه : (( د پروژو د تطبيق او لومړيتونو پر طرحه مې کار پيل کړی ، دا چې په لغمان کې زما د ماموريت د پيلېدو کمې ورځې کېږي نو غواړم لومړی د پروژو په برخه کې اړتياوې پيدا کړم او بيا کار پيل کړم.))
والي د لغمان په ولايت کې د بې کارۍ کچې د را ټېټولو په اړه وايي: (( په ولايتي اداره کې تر ۴۰۰ زيات پوستونه خالي دي، اړوند ادارو ته مې سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره دې دغو پوستونو ته د سيالۍ له لارې مامورين ونيسي.))
د لغمان د والي په خبره ، د دې ولايت امنيت د ډاډ وړ دی او د امنيتي ادارو تر منځ يې د ښې همغږۍ  زمينه برابره  ده.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.