Add new comment

Ex-PC head in Nimroz survives rebel attack

زرنج (پژواک، ٩ چنګاښ ٩٤): وسله والو د نيمروز د ولايتي شورا د پخواني مشر پر کور بريد کړى چې په ترڅ کې يې د هغه يو ساتونکى وژل شوى دى.
د نيمروز يوه امنيتي چارواکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه يو شمېر موټرسايکل سپرو، په زرنج ښار کې د نجيب الله ناصر پر کور بريد کړى دى.
هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې د هغه يو ساتونکى وژل شوى دى.
د نيمروز د ولايتي شورا منشي نعمت الله صديقي وويل چې شپږو وسله والو پر درېيو موټرسايکلونو د شپې پر ٩ بجو د ولايتي شورا د پخواني مشر پر کور بريد کړى دى.
د صديقي په خبره، بريدګرو غوښتل چې په زور د هغه کور ته ننوځي، خو د کور دننه خلکو له ممانعت سره مخ شول او له لنډې نښتې او د يوه ساتونکي له وژل کېدو وروسته وتښتېدل.
د بريدګرو هويت لا څرګند شوى نه دى او نه هم تر اوسه چا د بريد مسووليت منلى دى.
د يادونې ده، د نيمروز د ولايتي شورا وکيله ګل مکۍ هم په ١٣٩١ لمريز کال کې، ددې ولايت په مرکز زرنج ښار کې د ولايتي شورا پر دفتر شوي ځانمرګي بريد کې ووژل شوه.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.