Add new comment

د لغمان نوي والي کار پيل کړ

مهترلام (پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٤): د لغمان نوى والي وايي چې تر هر څه مخکې به د دغه ولايت امنيت او بيارغونې ته پاملرنه کوي.
عبدالجبار نعيمي چې د لغمان لپاره د نوي والي په توګه ټاکل شوى دى، د غبرګولي په ٢١مه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغه ولايت چارواکو او خلکو ته معرفي شو.
په مراسمو کې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مرستيال عبدالمالک صديقي، ځايي چارواکو، د ولايتي شورا غړو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه.
د لغمان مرستيال والي جميعت الله حميدي نوي والي ته د دغه ولايت د پوهنې، روغتيا، بيارغونې او امنيت په اړه بشپړ معلومات ورکړل.
هغه له نعيمي وغوښتل چې د ولايت امنيتي ارګانونو تر منځ دې همغږي رامنځته شي، بنسټيزو پروژو ته دې ځانګړې پاملرنه وشي او د فقر او غربت پر وړاندې دې جدي مبارزه وشي.
حميدي دغه راز وغوښتل چې د سولې په راوستلو کې د لغمان له ديني عالماوو څخه مشورې او مرسته واخيستل، څو د دولت او ولس تر منځ شته واټن له منځه يوړل شي.
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مرستيال عبدالمالک صديقي له نوي والي څخه وغوښتل چې د مرکزي دولت په غوښتنه دې د فساد، د ځمکو د غصب، د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې او د امنيت د لا ټينګښت لپاره تر ټولو زياتې هلې ځلې وکړي.
هغه عبدالجبار نعيمي د کار شخص وباله او زياته يې کړه چې په سيمه ييزې حکومتولۍ کې پراخې تجربې لري، په ميدان وردګو او خوست ولايتونو کې يې ښه خدمتونه کړي دي.
صديقي د لغمان له ولسونو وغوښتل چې له نوي والي سره بايد په هره برخه کې همکار پاتې شي.
د لغمان نوي والي عبدالجبار نعيمي ولسونو ته په خپله وينا کې وويل چې له دوى سره هېڅ ډول داسې ژمنې نه کوي چې سبا يې نه شي پوره کولى.
هغه زياته کړه چې له رغوونکو مشورو سره به د خلکو او د دغه ولايت د استازو د سالمو نظرونو او وړانديزونو په رڼا کې خپلې چارې پر مخ وړي.
نعيمي د امنيت په اړه وويل، امنيت هغه مهال راتلای شی چې د هر چا پر وړاندې عدالت پلی شي او پر امنيتي ځواکونو باور پياوړى شي.
والي په خپلو خبرو کې د بيارغونې په اړه وويل چې خپلو امکاناتو ته په کتو سره به په منظم ډول په دغه ولايت کې د بيارغونې کارونه وکړي.
د لغمان د ولايتي شورا منشي الحاج ظاهر حسين خېل پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال په ډاګه کړه چې نوى والي بايد تر هر څه وړاندې امنيت ته ډېره پاملرنه وکړي.
هغه زياته کړه، کله چې امنيت ټينګ شي، نو بيا نور کارونه په خپله په ښه توګه پر مخ وړل کېږي.
د لغمان د ولايتي شورا پخوانی وکيل او قومي مشر ګلزار سنګروال نوي والي ته د خلکو په استازيتوب د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.
نوموړي وويل چې په دغه ولايت کې باتجربه ديني عالمان او قومي مشران شته او والي بايد د دوى له تجربو ګټه پورته کړي.
د يادونې ده، عبدالجبار نعيمي تر دې مخکې د ميدان وردګو او خوست والي هم پاتې شوى دى.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.