Add new comment

Policemen among 10 dead in Badghis firefight

قلعه نو (پژواک، ٢٩ غويى ٩٤): چارواکي وايي، د بادغيس په بالامرغاب ولسوالۍ کې له درېيو ورځو راهيسې په روانه جګړه کې اته وسله وال مخالفين او دوه سرحدي پوليس وژل شوي دي.
د بادغيس د ولايتي شورا مرستيال عزيز بېک پژواک خبري اژانس ته وويل چې درې ورځې مخکې د بالامرغاب په موري چاق سيمه کې وسله والو مخالفينو د سرحدي پوليسو پر پوستو بريد وکړ او تر اوسه هلته نښتې روانې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې نښتو کې دوه سرحدي پوليس او اته وسله وال مخالفين وژل شوي او يو پوليس او دوه مخالفين ټپيان دي.
دى وايي چې وسله والو مخالفينو ته تېره ورځ ماښام مرګ ژوبله اوښتې او د هغوى څلور مړي هم په سيمه کې پاتې دي.
د هېواد په لوېديځ کې د ٢٠٧ ظفر قُل اردو قوماندان تورن جنرال تاج محمد جاهد هم ياده مرګ ژوبله تاييد کړه او ويې ويل چې اوس (سهار اته بجې) هم په موري چاق کې نښته روانه ده.
دى وايي چې سيمې ته د ملي اردو ځواکونه هم رسېدلي او هوايي ملاتړ هم ورسره دى.
وسله والو طالبانو ويلي چې په موري چاق سيمه کې يې د پوليسو يوه پوسته نيولې، ډېرو پوليسو ته  په کې مرګ ژوبله اوښتې او د يو پوليس مړى هم په پوسته کې پاتې دى.
هغوى ويلي چې په پوسته کې يو ار پي جي ٧ راکټ، يو کلاشينکوف او مهمات هم د هغوى لاسته ورغلي او په نښته کې يو طالب ټپي شوي دى.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.