Add new comment

Next president asked to focus on merit, security

 

 
پاراخ (پژواک ٣ وږى ٩٣): د پنجشېر خلک له راتلونکي ولسمشره غواړي، چې د سولې د ټينګښت او د هېواد د پولو پر خوندي کولو سربېره د اداري فساد د ورکولو، نشه يي توکو او د دې خاورې د خلکو تر منځ د يووالي لپاره هڅې وکړي.
د ولسمشرۍ لومړى پړاو ټاکنې د وري مياشتې په ١٦مه او د دويم پړاو د غبرګولي په ٢٤مه ترسره شوې، خو د دواړو ټاکنيزو ډلو تر منځ د اختلافاتو له امله نهايي پايلې تر اوسه هم نه دي اعلان شوې او د ټولو رايو د تفتيش بهير ادامه لري.
د ټاکنيزې پروسې غځېدو افغانستان له اقتصادي، امنيتي او نورو ننګونو سره مخ کړى دى او خلک يې اندېښمن کړي دي.
د پنجشېر د ځينو سيمو خلک له راتلونکي ولسمشره غواړي، چې د هېواد د ستونزو په حل او نورو ملي مسايلو ته پاملرنه وکړي.
د پنجشېر د مرکز بازارک اوسېدونکى او زده کوونکى ٢١ کلن محمد وزير پژواک څبري اژانس ته وويل: ((له نوي ولسمشره مې تمه دا ده، چې درې ستونزې په پام کې ونيسي: لومړى سراسري امنيت، دويم اداري فساد او درېيم هم قوم پالنه، که چېرې دغه درې ستونزې حل شي، فکر کوم افغانستان به د پرمختګ خوا ته ولاړ شي.))
د دغه ولايت د رخه ولسوالۍ د قابضان کلي اوسېدونکي او د ملي اردو افسر نورعالم وويل، چې راتلونکى ولسمشر بايد تر ډېره د سراسري امنيت خوندي کولو ته پام وکړي.
هغه زياته کړه: ((يواځې ولسمشر نه شي کولى چې په دې برخه کې کار وکړي، ټول خلک بايد له راتلونکي ولسمشر سره همکاري وکړي، څو يو خپلواک او ازاد افغانستان ولرو.))
د دره ولسوالۍ د عبدالله خېل کلي اوسېدونکى او د يوه خصوصي بانک مامور عبدالحفيظ هم وړو کسانو ته د کار پر سپارلو ټينګار وکړ او ويې ويل، چې نوى ولسمشر بايد د اوسني ولسمشر له کړنو پند واخلي.
هغه زياته کړه: ((له راتلونکي ولسمشره مې غوښتنه دا ده چې ټول امنيه قوماندانان او واليان د وړتيا له مخې وټاکي، څو په ولايتونو کې اداري فساد کم شي.))
د خنج ولسوالۍ د سفيد چهر کلي اوسېدونکي عبدالغفار چې ازاد کسب او کار لري وويل: ((له نوي ولسمشره غواړم، چې له مرکز او ولايتونو رشوت ورک کړي او په لوړو پوستونو کې ټول کسان د وړتيا له مخې وټاکي، اړيکې او واسطه بازي دې په پام کې نه نيسي.))
د عنابه ولسوالۍ د ملکان کلي اوسېدونکى او احمدشاه مسعود بنسټ کار کوونکي حبيب اغا د هېواد له راتلونکي ولسمشره وغوښتل، چې د کارخانو جوړولو او توليداتو ډېروالي ته پاملرنه وکړ، څو د هېواد اقتصادي وده وکړي او ځوانانو ته د کار زمينه مساعده شي.
د دغه ولايت د شتل ولسوالۍ اوسېدونکي شاه ولي د نشه يي توکو د کښت او قاچاق پر ضد مبارزه مهمه چاره ګڼي.
نوموړى چې په بزګرۍ بوخت دى وايي: ((له راتلونکي ولسمشره مې غوښتنه دا ده، چې روږدو ته يو ځانګړى پروګرام ولري، ځکه چې په اوسني عصر کې اکثره ځوانان پر دغه شوم عمل اخته شوي دي.))
د پنجشېر د پريان ولسوالۍ د قلعه سيمې اوسېدونکى هارون چې په بزګرۍ بوخت دى، له نوي ولسمشر او حکومت څخه غواړي، چې د هېواد د پولو په ساتنه کې هڅې وکړي.
د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو (اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله) د خپلو ټاکنيزو مبارزو پر مهال ويلي وو، چې د هېواد د ستونزو د حل او پرمختګ لپاره پروګرامونه لري.
خو هېره دې نه وي، چې د بهرنۍ لاسوهنې ترڅنګ د نا امنيو ډېروالى او د نړيوالې ټولنې د مرستو کموالى هم د راتلونکي ولسمشر کار ستونزمن کړى دى.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.