جلال اباد (پژواک ٢ سلواغه ٩٢): د نورستان والي وايي، چې د دغه ولايت له ٧٢ ټاکنيزو مرکزونو په ١٨ کې يې ټاکنې نه شي ترسره کېداى.
د نورستان والي محمدتميم نورستاني د سلواغې په درېيمه له پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه کې وويل، چې د نورستان د يو شمېر نا امنو ولسواليو په ځينو سيمو کې به ټاکنيز مرکزونه د نا امنۍ له امله تړلي وي.
والي زياتوي، چې په کامدېش، برګمټال او وانت وايګل ولسواليو کې شاوخوا ١٨ ټاکنيز مرکزونه د نا امنۍ له ګواښ سره مخ دي.
هغه زياته کړه: ((ما تېره ورځ په نورستان کې د ايساف له مشرانو سره هم دغه خبره شريکه کړه.))