Kandahar Interviews

کندهار (پژواک، ۶ لړم ۹۷): د زېبا په نوم د ټاکنو یوه څارونکې وايي، که څه هم د نورو ولایتونو په څېر په کندهار کې هم د ولسي جرګې ټاکنې له ستونزو او سرغړونو سره ملې وې، خو په ټوله کې د ټاکنو بهیر ښه و.
د دې په خبره، دغه ځل د بایومټریک سیستم له امله په ټاکنو کې د درغلیو موارد کم دي.
نوموړې له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې د ټاکنو له ترسره کېدو یوه اوونۍ وروسته په کندهار کې هم له ستونزو او تخطیو سره سره ټاکنې وشوې.

کندهار (پژواک، ۶ لړم ۹۷): د کندهار ښار اوسېدونکی ۶۵ کلن حاجي عبدالله چې په نیم ګوزڼ وهلي بدن د رایې ورکولو یوه مرکز ته راغلی و، وايي د غوره بدلون لپاره یې رایه وکاروله.
دغه سپين ږیري د کندهار ښار په لومړۍ ناحیه کې د ملالۍ لېسې د رایې ورکولو په مرکز کې پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم روغتیايي حالت یې ښه نه و، خو د رایې ورکولو مرکز ته ورغی او خپله رایه یې وکاروله.
دی وايي، دا یې حق و چې له خپل هېواد سره د مینې په پار د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړي.
هغه زیاته کړه، د رایې ورکولو بهیر کابو یو نیم ساعت وخت ونیو او له هېڅ کومې ستونزې سره مخ شوی نه دی.

کندهار (پژواک، ٦ لېندۍ ٩٣): د کندهار د ولايتي شورا رييس وايي چې په دغه ولايت کې به د امنيت، د دولتي ادارو د  اصلاح، د فساد د مخنيوي او د ولاړ اقتصادي او پرمختيايي حالت د ښه کېدو په موخه په پراخه کچه هلې ځلې وکړي.
حاجي سيد جان خاکرېزوال چې په تېر کې هم د کندهار د ولايتي شورا رييس و، دغه ځل هم د ولايتي شورا د رييس په توګه ټاکل شوى دى.
خاکرېزوال له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې دغه ځل د کندهار د ولايتي شورا د غړو شمېر ډېر شوى چې له مخې به يې د تېر په پرتله په ښه توګه خپل کارونه او اړوند چارې ترسره کوي.

 
کندهار (پژواک ٥ ورى ٩٢): د کندهار ولايتي شورا ته خپلواکه کانديده سرينا فيضي وايي، چې ناامني او د خلکو خبرې يې پر وړاندې لويې ستونزې دي، خو له دغو ستونزو سربېره يې ځان کانديد کړى او غواړي د خلکو خدمت وکړي.
سرينا فيضي چې د لومړي ځل لپاره ولايتي شورا ته کانديده شوې، له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، په لومړي ګام کې د هغې پر وړاندې تر ټولو لويه ستونزه ناامني ده، چې نه شي کولاى په ډاډه زړه کمپاين وکړي او خلکو ته خپل پيغام ورسوي.

 
کندهار (پژواک ١٣ وږى ٩٢): په سوېل کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان وايي، چې بهرني ځواکونه له سوېلي ولايتونو د وتلو په حال کې دي او تر دې مهاله يې خپل ١٨٨ پوځي مرکزونه افغان ځواکونو ته سپارلي دي.
تورن جنرال عبدالحميد حميد له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، چې اوسمهال بهرنيو ځواکونو په سوېل کې د اروزګان او دايکنډي ولايتونو امنيتي چارې په بشپړه توګه افغان ځواکونو ته سپارلې، خو له کندهار او زابل ولايتونو د وتلو په حال کې دي.

 
کندهار (پژواک ٣٠ چنګاښ ٩٢): د کندهار ښاروال وايي، چې که څه هم په تېر او روان کال کې يې په کندهار ښار کې ٤٠ کيلومتره سړکونه په پاخه او اساسي ډول جوړ کړي، خو لا هم دغه ښار نږدې ٣٠٠ کيلومتره پخو سړکونو جوړولو ته اړتيا لري.
کندهار ښاروال محمدعمر عمر له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې په دې وروستيو کې د کندهار ښار نفوس ١،٥ ميليونه تنو ته لوړ شوى او دغه راز د ناحيو شمېر چې پخوا لس و، اوس ١٥ ته پورته شوى دى.

 
کندهار ( پژواک ٦ چنګاښ ٩٢ ) : حاجي محمد نبي د هغې دردېدلې کورنۍ مشر دى، چې وړمه ورځ يې د خاکرېز او ارغنداب ولسواليو تر منځ د ماين په چاودنه کې د کورنۍ ١١ تنه ووژل شول او ٣ نور ټپيان شول.
دغه کورنۍ وړمه ورځ (سه شنبه) په يوه تونس موټر کې له ژيړۍ ولسوالۍ څخه خاکرېز ولسوالۍ ته د دې لپاره تلله، چې د شاه اغا د زيارت کولو تر څنګ د خپلو دوستانو کور ته د ناوې لپاره د راتلونکي کوچني اختر جوړه يوسي.