کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ٩٨): د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا د ولسمشرۍ وروستیو پایلو د اعلان په اړه د پژواک انلاین نظر پوښتنه ښیي چې۸۷ سلنه خلک له دغو پایلو خوښ دي او پاتې نورو ورسره مخالفت کړی دی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرون ماښام د روان کال د تلې په شپږمه د ترسره شوو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې.
د دغو اعلان شوو پایلو له مخې، د ولسمشرۍ ټاکنو د ۱۴ نوماندانو له ډلې محمد اشرف غني ۹۲۳۵۹۲ رایې (د ټولو رایو (۵۰،۶۴ سلنه)، ډاکتر عبدالله ۷۲۰۸۴۱ رایې (د ټولو رایو ۳۹،۵۲ سلنه) او ګلبدین حکمتیار ۷۰۲۴۱ رایې (د ټولو رایو ۳،۸۵ سلنه) ترلاسه کړې دي.
د پایلو له مخې، رحمت الله نبیل ۱.۸۶ سلنه خو پاتې نورو نوماندانو تر یو سلنه کمې رایې تر لاسه کړې دي.
پژواک خبري اژانس په خپله فېسبوک پاڼه کې د دغو پایلو په اړه له خلکو پوښتلي چې له دغو پایلو سره موافق دي او که مخالف.
دې پوښتنې ته ۲۳زره او دوسوه کسانو ځواب ویلی دی.
د دغو کسانو ۸۷ سلنه د ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلان سره موافقت ښودلی، خو ۱۳ سلنې نورو خلکو ورسره مخالفت کړی.
د یادونې ده، دغه نظرپوښتنه په انلاین بڼه ترسره شوې او د سروې معیارونه نه شي پوره کولای.
۵۰۸ کسانو په دې اړه تبصرې هم کړي دي.
موافق
د روح الله کریمزي په نوم یو تن لیکلې: «خوږو هېواد والو په غني بابا راټول شئ او ګران هېواد له خطرناک بحران څخه و ژغورئ.»
یو بل تن حبیب لیکلي: «مقتدر حکومت او د جنګ سالارۍ ختمول د افغانستان د ځورېدلو خلکو هیله ده.»
رفیع الله فیض بیا لیکلې چې دوی د ټاکنو خپلواک کمېسیون له پرېکړې ملاتړ کوي. هغه زیاتوې: «د ټاکنو خپلواک کمېسیون دا ثابته کړه چې هېڅوک د ولس په رایو لوبې نه شې کولې.»
میاخان بیا لیکلې: «بالکل موافق یم څوک چې د وطن کار ته ژمن دی هغه غنی بابا دی.»
حکمت الله ملیار لیکلي: «ولس خپل مشر وټاکه موږ څوک یو چې مخالفت یې وکړو.»
مخالف
ځینو کسانو بیا د ټاکنو له وروستیو پایلو سره مخالفت هم کړې دی.
نور صافی یو له دغو کسانو دی او لیکلي یې دي: «واقعیت دا دی چې تقلب زیاد و او کمېسیون هم د ارگ په واک کې وه.»
رحمان توراب وال لیکلي: «پنځه کاله لکه چې نور هم د ړندو بمباریو شاهدان شوو.»
مروند نوری بیا لیکلی: «امریکایان ځي نو لاسپوڅی غني دې هم ځان سره بوځي.»
فرزانه عطایي بیا ادعا کوي او وايي: «غني د پیسو او تقلب په زور بریالی شو، رایو ورته هېڅ ارزښت نه درلود او د خلکو سترګو ته یې خاورې وشیندلې.»
دا په داسې کال کې ده چې د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله هم له دغو پایلو سره مخالفت وکړ او خپله ټاکنیزه ډله (ثبات او همپالنه) یې د ټاکنو ګټونکې اعلان کړه.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.