سرپل (پژواک، ۲۷ سلواغه ۹۸): د ولسمشرۍ ټاکنو د رایو د تفتیش او بیا شمېرنې بهیر د ټاکنیزو شکایتونو د استازو نه شتون له امله تر اوسه نه دی پیل شوی او په سرپل ولایت کې هم د رایو د بیاشمېرنې بهیر درېدلی دی.
 ټاکل شوې وه د ١٣٧زره رايو د قضيې چې له سلو لس سلنه او د ١٠٢زره رايو د قضيې چې له سلو پنځلس سلنه کيږي او په اړه يې شکايتونه ثبت شوي، شمېرنه يې نن پيل شي.  
 خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر عصمت الله مل نن غرمه مهال وویل چې تر اوسه د دغه بهیر د څار لپاره د ټاکنیزو شکایتونو ناظرین نه دي حاضر شوي، چې کله حاضر شي، یاد بهیر پیلېږي.
خو هغه زیاته کړه چې که د ټاکنیزو شکایتونو ناظرین حاضر نه شي، کمېسیون په دې اړه پرېکړه کوي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټانو د بنسټ (فیفا) رییس یوسف رشید د دغه بهیر د څار لپاره د ټاکنیزو شکایتونو د استازو نه موجودیت د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل چې هغوی باید حاضر شوي وای؛ ځکه چې دغه تفتیش د ټاکنیزو شکایتونو د پرکېړې له مخې ترسره کېږي.
په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوه ویاند ذبیح الله سادات وویل، د یادو رایو پر تفتیش سربېره په بدخشان، تخار، سرپل، فاریاب، غزني، ننګرهار، هلمند، کندهار او کابل ولایتونو کې د رایو ورکولو ۲۹۸ محلونه بیا شمېرل کېږي.
نوموړي زیاته کړه چې دغه بهیر پیل شوی دی.
په کابل کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دفتر رییس وحیدالله تړون هم وویل چې په کابل کې د رایې ورکونې د ۲۱ محلونو بیا شمېرنه چې ۴۴۸ رایې کېږي، پیل شوی او د نن ورځې تر پایه نهایي کېږي.
خو دا په داسې حال کې ده چې د پژواک خبري اژانس د راپورونو له مخې، د رایې ورکونې د لسو محلونو د بیا شمېرنې بهیر، په سرپل ولایت کې د ۸ محلونو د رایو له بیا شمېرنې وروسته درېدلی دی.
په سرپل کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سرچینو ویلي چې دغه بهیر په یاد ولایت کې د ټاکنیزو شکایتونو د مرکزي دفتر د لارښوونې په اساس درېدلی دی.
ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماند عبدالله عبدالله پلویانو هم په سرپل ولایت کې دغه بهیر غندلی دی.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.