کابل (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٨): د افغانستان د ټاکنو مالي ملاتړ کوونکې نړيواله ډله وايي چې د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستيو پايلو تر اعلانه پورې دې د ملي يووالي حکومت ټولو اصولو ته دې پاملرنه او له داسې اقداماتو دې ډډه وشي چې په هېواد کې بې ثباتي رامنځته کوي.
يادې ډلې دا څرګندونې په داسې حال کړې چې ټاکل شوې د شکايتونو کمېسيون د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه خپلې پايلې نن له رسنيو سره شريکې کړي.
په ياده ډله کې امريکا، برېتانيا، جاپان، کاناډا، جرمني او يو شمېر نور هېوادونه شامل دي او له افغانستان سره يې په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې مالي مرسته کړې وه.
د دې ډلې له خوا تېره شپه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ولسمشرۍ ټاکنو له ټولو اړوندو اړخونو يې غوښتي چې د وروستيو پايلو تر اعلانه پورې دې له داسې اقداماتو ډډه وکړي چې په هېواد کې د بې ثباتۍ لامل کېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ټاکنو تر وروستۍ اعلان او د نوي حکومت تر جوړېدو پورې دې د ملي يووالي حکومت اصول رعايت شي.
سرچينې زياته کړې، دغه کار د افغان ځواکونو د يووالي، بې طرفۍ او د افغان حکومت د وړتيا لپاره مهم دي، څو د سولې او اقتصادي ودې په څېر مهم اهداف تعقيب کړای شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دوى د ټولو هغو اقداماتو ملاتړ کوي چې د ټاکنو د شفافيت او د رايو ورکوونکو ارادې ته درناوى وشي.
يادې ډلې ويلي، د ټاکنو دواړه کمېسيونونه بايد ډاډ ورکړي چې کارونه يې بې پلوه، شفاف او د اړوندو قوانينو په رڼا کې ترسره شوي دي.
دوى د ټاکنو له ټولو شريکوالو غوښتي چې ټاکنيزو پروسو ته درناوى ولري او کمېسيونونو ته اجازه ورکړي چې خپل کارونه په خپلواکه توګه ترسره کړي.
د يادې ډلې له خبرپاڼې وروسته په کابل کې د امريکا سفارت سرپرست او شازدافير روس وېلسون په  ټويټر کې ليکلي چې د ټاکنيزو شکایتونو کمېسیون کار د افغانستان د ټاکنو د رښتينولۍ لپاره مهم دی.
هغه زياته کړې، دغه کمېسيون بايد د شوو شکایتونو په اړه استيناف غوښتنه په دقت سره وڅېړي او افغانانو ته دې د خپلو پرېکړو په اړه وضاحت ورکړي.
دغه راز د حکومت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله هم په يوه خبرپاڼه کې د ټاکنو د ملاتړ ډلې د وروستيو څرګندونو ستاينه او هرکلى کړى دى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.