کابل (پژواک، ۱۵ سلواغه ۹۸): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي، تخنیکي کارونه د پای ته رسېدو په حال کې دي او تر راتلونکو دوو ورځو به د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو دوسیه وتړل شي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د درالانشاء رییس چمن شاه اعتمادي نن وویل چې د څېړنې لپاره عمده قضیې نه دي پاتې.
هغه زیاته کړه چې کمېشنران هڅه کوي څو تر راتلونکو دوو ورځو استينافي قضیو ته د پای ټکی کېږدي او د افغانستان د خلکو برحق انتظار ته مثبت ځواب ووایې.
نوموړي، شکایتونو ته په ځنډ سره رسېدنې ته په اشاره وویل چې په بهیر کې لږ ځنډ د غافلت په معنا نه، بلکې په ملي پروسه کې احتياط او دقت دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ټاکنیزو شکایتونو کمېشنر او ویاند محمد قاسم الیاسي وویل چې د ۵۰ سلنه استينافي قضیو په اړه پرېکړه شوې ده او هڅه کېږي تر راتلونکو دوو ورځو د پاتې نورو قضیو په اړه پرېکړه وشي.
د تلې د شپږمې ولسمشرۍ ټاکنو کې خلکو ۱۳ نوماندانو ته رایه ورکړه. د لومړیو پایلو له مخې محمد اشرف غني له ۵۰ سلنه ډېرې او ورپسې عبدالله عبدالله څه باندې ۳۹ سلنه رایې لري؛ خو وروستۍ پایلې یې تر اوسه نه دي اعلان شوې.
د دې پایلو له اعلان وروسته تر شپاړس زرو زیات شکایتونه ثبت شول؛ خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له دغو شکایتونو نږدې لس زره یې بې مورده وبلل.
دغه کمېسیون د پاتې نورو شکایتونو له مخې، تر سلو د زیاتو محلونو رایې باطلې کړې او ویې ویل چې د څه باندې پنځه زره محلونو رایې باید بیا وشمېرل شي.
وروست له هغې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د سلواغې په لومړۍ نېټه په ۲۹ ولایتونو کې نږدې ۶۳۰۰ استینافي اعتراضونو ته د رسېدو بهیر پیل کړ او د قانون له مخې دغه بهیر باید په ۱۵ ورځو کې پای ته ورسيږي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.