کابل(پژواک، ۷ سلواغه ۹۸): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي چې د ځینو ولایتونو د استینافي اعتراضونو دوسیې د وروستۍ پرېکړې لپاره د دغه کمېسیون کمېشنرانو ته سپارل شوې دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مرستیال ویاند محمد رضا فیاض نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ځينو استینافي اعتراضونو ارزونه او دسته بندي پای ته رسېدلې ده.
هغه زیاته کړه، که پر استینافي اعتراضونو همدغه ډول کار روان وي په ټاکلي وخت به یې چارې پای ته ورسېږي.
نوموړي وویل: ((استینافي اعتراضونه لومړى صنف بندي کېږي، ورپسې یې تحلیل او ارزونه پیلېږي او همدا اوس ځینې دوسیې د کمېشنرانو وروستۍ پرېکړې ته انتظار دي.))
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون شپږ ورځې مخکې استینافی اعتراضونو ته د رسېدو بهیر پیل کړ چې په یادو اعتراضونو کې شکمنې، غیر بایومټریک او له ټاکلي انتخاباتي وخت بهر استفاده شوې رایې او په ځینو مواردو کې د رایو توپیر موجود دی.
په دغه پړاو کې  ټاکنیزو ټکټونو نږدې ۶۳۰۰ استینافي اعتراضونو ثبت کړي او کمېسیون مکلف دی چې تر ۱۵ ورځو ورته رسېدنه وکړي.
د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوې، خو وروستۍ پایلې یې تر اوسه نه دي اعلان شوې.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.