کابل (پژواک، ۱۴ مرغومي ۹۸): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي چې د ولایتي دفترونو د پرېکړې له مخې، د ۱۰۹ محلونو رایې باطلې، د ټاکنو کمېسیون ۷۱ کارکوونکي له دندو ګوښه شوي او له ۵۳۰۰ څخه د ډېرو محلونو رایې تفتیش او بیا شمېرنې ته تللې دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رییسې زهرې بیان شینوارې نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان اړوند شکایتونو ته د رسېدنې بهیر  پای ته رسېدلی، او کمېسیون د استینافي شکایتونو د ترلاسي په پړاو کې دي.
هغې دې ته په اشاره چې تر اوسه ۷۶۹ استینافي اعتراضونه ثبت شوي دي، وایي چې کېدای شي دغه امار بدلو ومومي.
نوموړې زیاته کړه چې د قانون له مخې، شاکي او معترض نوماندان چې د شکایتونو د ولایتي کمېسیون په پرېکړه قناعت نه لري، د درېیو ورځو په لړ کې دې خپل استینافي شکایتونه د دغه کمېسیون په مرکزي دفتر کې ثبت کړي.
هغې ښکاره کړه چې د دغه کېسیون ولایتي دفترونو ۱۶۵۴۵ شکایتونه ترلاسه کړي وو چې له دې ډلې ۹۸۶۶ شکایتونو د دلایلو او کافي اسنادو نه درلودو له امله رد شوي دي.
د نوموړي په خبره، د ولایتي کمېسیونونو د پرېکړې په نتیجه کې ۱۸ شکایتونه د اصلاحي اقداماتو په اړه، درې شکایتونه عدلي او قضایي بنسټونو ته ور پېژندل شوي  او ۱۱۱ شکایتونه د ولایتي کمېسیونونو په تایید استثنا ښودل شوي دي.
همداراز د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون رییسې وویل چې د ۱۰۹ محلونو رایې باطلې شوې، د ټاکنو کمېسیون ۷۱ کارکوونکي له دندو ګوښه شوي، ۷۵ کسان نغدي جریمه شوي او په ۲۱ ولایتونو کې د رایو ۵۳۱۶ محلونه تفتیش او بیا شمېرنې ته تللي دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کمېشنر او ویاند محمد قاسم الیاسي هم هغو محلونو ته چې رایې یې تفتیش او بیا شمېرل کېږي په اشارې وویل: «د ۱۶۹۹ محلونو رایې په کابل، د ۱۵۸۳ محلونو په ننګرهار، د ۳۸۳ محلونو په پکتیکا، د ۲۶۵ محلونو په هلمند، د ۲۴۳ محلونو په کنړ، د ۱۷۶ محلونو په پکتیا، د ۱۷۷ محلونو په نیمروز، د ۱۲۱ محلونو په کندهار، د ۱۱۷ محلونو په کاپیسا، د ۹۲ محلونو په پروان، د ۷۳ محلونو په تخار، د ۶۵ محلونو په غزني، د ۶۱ محلونو په زابل، د ۶۰ محلونو په هرات، د ۵۳ محلونو په خوست، د ۵۱ محلونو په غور، د ۴۶ محلونو په کندوز، د ۲۵ محلونو په میدان وردګو، د ۱۷ محلونو په لوګر او د شپږو محلونو رایې په بغلان کې بیا شمېرنې ته ځي.
بلخوا د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کمېشنر قطب الدین رویدار چې په یاده ناسته کې یې شتون درلود، وویل چې د ولایتي کمېسیونونو پرېکړې اخري نه ده او له همدې امله استینافي اعتراضونو ته د رسېدنې تر پایه، د دې په اړه چې څومره رایې باطلې شوې او په پایلو کې کوم بدلونونه راغلي کنه؟ څه نه شي ويلای.
ولسمشریزې ټاکنې د روان کال د تلې میاشتې په شپږمه ترسره شوې، چې لومړنۍ پایلې یې د ران کال د مرغومي په لومړۍ اعلان شوې.
 
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.