کابل (پژواک، ۷ مرغومی ۹۸): د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي، په ټوليزه توګه ١٦٥٠٠ شکايتونه ثبت شوي چې د څېړلو په موخه تر اوسه ١٤ ولايتونو ته استول شوي دي.
تېره يکشنبې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسمشرۍ ټاکنو لومړني پايلې اعلان کړې چې ځینو ټاکنيزو ډلو يې په اړه خپل شکايتونه د ټاکنيزو شکايتونو په کمېسيون کې ثبت کړل.
د اړوندې موضوع په اړه د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون غړي قطب الدین رویدار د مرغومې په اوومه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د څلورو ټاکنيزو ډلو له لوري ١٦٥٠٠ شکايتونه ثبت شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ثبات او همپالنې ټاکنیزي ډلې له خوا څه باندې اته زره، د سولې او اسلامي عدالت ټاکنيزې ډلې له لوري څه باندې څلور زره، د دولت ساز ټیم له خوا ٣٥٠٠ او د سولې او امنیت ټاکنيزې ډلې له لوري  ۱۵ شکایتونه ثبت شوي دي.
ده زياته کړه چې د کابل په ګډون د ١٤ ولايتونو د ټاکنيزو شکايتونو ولايتي کمېسيونونو ته شکايتونه استول شوي چې سر له سبا يې به څېړنه پيل شي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، کابل ته ۲۳۰۰، کندهار ته ۲۰۰۰، پکتیا ته ۱۰۱۱، ننګرهار ته ۱۰۰۰، هلمند ته ۸۳۸، لوګر ته ۳۶۰، لغمان ته ۳۳۲، غور ته ۳۰۲، وردګ ته ۲۰۷، تخار ته ۱۶۲، کاپیسا ته ۱۲۱، پروان ته ۸۹، فاریاب ته ۵۵ او باميانو ته ٢٠ شکايتونه د څېړنې په موخه لېږل شوي دي.
رویدار وايي چې تر ټولو ډېر شکايتونه د کابل، ننګرهار، پکتیا، خوست او کندهار ولایتونو په اړه ثبت شوي چې د قانون په چوکاټ کې به ورته رسېدنه وشي.
رویدار زیاتوي: ((د شکايتونو په پروسه کې به هېڅ ډول سياسي فشار ونه منل شي او د قانون په چوکاټ کې به ورته رسيدنه وشي.))
د یادونې ده، د روان کال د تلې مياشتې په شپږمه نېټه د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوې خو تر اوسه يې وروستۍ پايلې نه دي اعلان شوې.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.