کابل(پژواک، ۵ مرغومی ۹۸): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له ۱۶۵۰۰ څخه د ډېرو شکایتونو د ثبت خبر ورکوي او وايي چې دوی  د قانون مطابق په بشپړه بېطرفۍ خپلې دندې ترسره کوي.
 د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رییسې زهرې بیان شینوارۍ نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د شکایتونو او اعتراضونو د ثبت بهیر تېره ورځ پای ته رسېدلی.
هغې ددې په روښانولو چې څه د پاسه ۱۶۵۰۰ شکایتونه ثبت شوي وویل،  له یاد شمېر شکایتونو ۲۳۰۰ په کابل او ۱۴۲۰۰ نور په ولایتونو کې ثبت شوي دي.
 نوموړې زیاته کړه، تېره شپه تر ناوخته د شکایاتونو د ثبت بهیر روان و او دغه شمېرې وروستۍ نه دي ښايي ډېر شي، او وروستۍ شمېرې به وروسته له هېوادوالو سره شریکې کړي.
هغې په ډاګه کړه: ((شاوخوا ۸۰۰۰ شکایتونو ثبات او همپالنې او شاوخوا ۴۴۰۰ شکایتونه د سولې او اسلامي عدالت ټېم، له درې زرو ډېر شکایتونه دولت ساز ټېم او ۱۵ شکایتونه د امنیت او عدالت ټېم له خوا ثبت شوي دي.))
هغې زیاته کړه، د قانون مطابق د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ولایتي دفترونه ټولو ثبت شوو شکایتونو ته په ۱۵ ورځو کې رسېدنه کوي، خو که ټاکنیزې ډلې پرې قناعت ونه کړي کولای شي د یاد کمېسیون مرکزي دفتر ته د استیناف غوښتنه وکړي چې استینافي قضیو ته هم په ۱۵ ورځو کې رسېدنه کېږي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون منشي او کمېشنر محمد قاسم الیاسي هم وویل چې ثبت شوي شکایتونو کې درغلۍ، سرغړونې او ټاکنیزو جرمونه شامل دي.
 هغه د ثبت شوو شکایتونو شمېر زیات وباله او ویې ویل، یاد کمېسیون د شکایتونو د ډېرښت په تړاو اندېښنه لري، خو تر خپلې وسې هڅه کوي چې شکایتونو ته رسېدنه پر وخت پای ته ورسېږي.
بلخوا د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کمېشنر سید قطب الدین رویدار وویل: ((وړتیا لرو او شکایتونه ولایاتو ته لېږو چې په اړه یې تصمیم ونیول شي.))
 رویدار ددې په روښانولو چې ښايي ځینې شکایتونه مستند نه وي زیاته کړه، هغه شکایتونه چې مستند نه وي مطلق په لایحه ردېږي.
دغه راز د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مرستیال مولوي دین محمد عظیمي خبري ناستې ته د خبرو پر مهال دې ته په اشاره چې هېڅ ناقانونه تصمیم نه نیول کېږي وویل: ((پر موږ هېڅ ډول سیاسي فشار نشته او د یوه مسلمان په توګه ژمنه کوم او موږ د قانون مطابق عمل کوو.))
تېره ورځ د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کې د شکایتونو د ثبت وروستۍ ورځ وه.
 د ټاکنو خپلواک کمېسیون څلور ورځې مخکې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پایلې اعلان کړې چې له مخې یې محمد اشرف غني د ۵۰،۶۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو له نورو نوماندانو مخکې و.
 دغه راز د لومړنیو پایلو له مخې د ولسمشرۍ ټاکنو بل نوماند عبدالله عبدالله د ۳۹ سلنه رایو په ترلاسه کولو دویم مقام لري.
 خو د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته ځینو ټاکنیزو ډلو د یادو پایلو پر اعلان نیوکه وکړه او ویې ویل، شکایتونه یې ثبتوي.
 د ټاکنو د مهال وېش له مخې، د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان کولای شي د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته تر درېیو ورځو خپل شکایتونه په ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کې ثبت کړي او یاد کمېسیون باید په ۱۵ ورځو کې ورته رسېدنه وکړي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.