کابل (پژواک، ٨ليندۍ ٩٨) : د ثبات او همپالنې ټيم وايي چې د خلکو په رایو او اراده کې د مکرر جعل او لاسوهنو، په افغانستان کې ټاکنې او د ولسواکۍ بهیر حساس او خطرناک پړاو ته رسولی دی.
د ډاکټر عبد الله په مشرۍ د ثبات او همپالنې  ټاکنيز ټيم يوشمېر پلويانو نن د جمعې په ورځ د کابل ښار  په ځينو ساحو کې لاريون پيل کړ او د کابل پښتونستان واټ چې د راټولېدنې لپاره ټاکل شوى و، راټول او د يوه شپږ مادييز پرېکړه ليک په ترڅ کې يې لاريون پاى ته ورساوه.
ياد ټيم تېره شپه د يوه خبري کنفرانس پرمهال اعلان وکړ چې نن به د ټاکنيزو تقلبونو پرضد لاريون وکړي. دغه ټيم د رايو له بيا شمېرنې سره د مخالفت ترڅنګ ادعا کړې چې د ټاکنو کمېسيون د دولت جوړونې ټيم په ګټه تقلب ته زمينه برابره کړې ده .
د ثبات او همپالنې ټيم په پرېکړه ليک کې چې نن جمعه په پښتونستان واټ کې د لاريون کوونکو پر وړاندې ولوستل شو راغلي چې افغانان هر ځل په پوره مېړانې او هېوادپالنې صندقونو ته ورځي او رایه ورکوي؛ څو د خلکو د ارادې پر اساس، د یوه موټي افغانستان، ملي ارزښتونو، اصلاحاتو او د خلکو په برخلیک کې بدلون راوستلو ته ژمن او باورمند دولت رامنځته شي؛ خو هر ځل ځينې په تقلب، جعل او فساد سره د افغانستان د ستر ملت له ارادې سره لوبې کوي.
دغه ټيم زياتوي چې افغانانو د ۱۳۹۸ کال د تلې په شپږمه، د مرګ ګواښ او ټولو قربانیو په منلو سره رایه ورکړه، اما دېموکراسۍ ته ځینو خاینو څېرو، یو ځل بیا هڅه وکړه، چې د خلکو رایې تحریف کړي او له جعل او تزویر څخه د رامنځته شوي حکومت د جوړېدو لپاره هڅې وکړي.  
د سرچينې په خبره ، د افغانستان باعزته، با شرفه او غیور خلک ـ شریف قومونه، مذاهب او بېلابېلو ولایتونه نن  جمعه ( د لیندۍ اتمه ـ ۱۳۹۸ ) متقلب جریان او د هغوی ملاتړ ته روښانه پيغام لري.
 په دغه شپږ مادييز پرېکړه ليک کې راغلي :
لومړى : د افغانستان خلک دا ځل اجازه نه ورکوي چې په درغلیو رامنځته شوی دولت یې پر سرنوشت حاکم شي او د تل لپاره زموږ په هېواد کې د ټاکنو او ولسواکۍ څراغ خاموش شي. متقلب ټیم، د ټاکنو کمېسیون او نړیواله ټولنه نباید د افغان ملت د حق غوښتنې غږ عادي وګڼي. افغانانو ته ډاډ ورکوو چې په تول توان به د هغوی له رایو او حقونو دفاع وکړو او هغه نظام ته به اجازه ورنه کړو چې په جعل او او تزویر رامنځته شوی وي.  
دويم : د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د ټاکنو د نافذه قانون، طرزالعملونو او لوایحو مسیر ته وګرځي او د یوه ټیم غوښتنو او مطالباتو ته د تمکین کولو پر ځای دې د افغان ملت غږ واوري. د ټاکنو کمېسیون باید فوراً ۳۰۰زره غیر بایو مټریک او جعلي رایې له بهیره بهر کړي او په ټاکنیزه پروسه کې دې خپله بې طرفي او خپلواکي ثابته کړي. کنه د هر ډول سیاسي ـ ټاکنیز بحران مسوولیت او د پایلو مسوولیت به یې د ټاکنو کمېسیون د غړو پر غاړه وي.  
درېم : نړیواله ټولنه باید د ناهنجاره او بحراني وضعیت په درک کولو سره، خپل اصولي او قانوني مسیر ته د ټاکنیزې پروسې د بېرته ګرځولو لپاره هڅې وکړي. نړیوال همکاران نباید اجازه ورکړي چې افغانستان بېرته د غیرولسي نظامونو تیارو ته وګرځي. د ۲۰۱۹ کال ټاکنې د دېکتاتورۍ او ولسواکۍ ترمنځ فاصل خط دی.  
څلورم : امنیتي ځواکونه، زموږ بچیان، وروڼه او خویندې دي. تمه مو دا ده چې هغوی د عدالت د تحقق، پر باطل د حق د بریالي کېدو او زموږ ماشومانو ته د روښانه راتلونکې لپاره تضمین اوسي. امنیتي ځواکونه دې د افغانستان د خلکو د عدالت غوښتنې په اعتراضونو او لاریونونو کې په پوره ناپېیلتوب، امانت دارۍ او هېواددوستۍ چلن وکړي او د معترضانو امنیت دې تامین او تضمین کړي.  
پنځم: که د ټاکنو کمېسیون او ذیدخل بنسټونه، د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم قانوني او مشروع غوښتنو او مطالبانو ته ځواب ونه وايي، موږ به له ټولو مشروع، سوله ییزو او ولسي ګزینو څخه واک ته د خلکو د رایو او واقعي ارادې د رسولو لپاره کار واخلو او د تقلب کارانو لمن به د تل لپاره ټوله کړو.
شپږم: په بېلابېلو ولایتونوکې د خلکو له خودجوشه شجاعانه حضور څخه چې د تقلبي او مشکوکو رایو د برخلیک تر روښانه کېدو پورې یې د کمېسیون دروازې تړلي ملاتړ کوو.  
دغه ټيم څه موده مخکې هم د خپلو غوښتنو د نه منل کېدو په صورت کې د لاريونونو د کولو خبر ورکړى و.
دا لاريون په داسې حال کې تر سره کيږي چې لاتراوسه پورې د ټاکنو لومړنۍ پايلې چې څو ځلې ځنډېدلې، نه دي اعلان شوي او تېره ورځ د ټاکنو کمېسيون ويلي و چې په ٢٧ولايتونو کې د رايو د بيا شمېرنې بهير پيل شوى او په اووه ولايتونو کې اعتراض کوونکو د رايو د بيا شمېرنې مخه نيولې چې کمېسيون به په نږدې وخت کې په دې اړه تصميم ونيسي .

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.