کابل (پژواک، ۸ لړم ۹۸): اسناد ښيي چې درملوګ شرکت د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرکزي سرور ته له ۱۳۷زره او ۶۳۰ څخه ډېرې لېږدول شوې رایې قرنطین کړې دي.

درملوګ شرکت جرمني کمپنۍ ده جې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د بایومټریک ماشینونو د اسانتیاوو رامنځته کولو مسوولیت پر غاړه لري.

هغه سند چې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړی، ښيي چې د لړم په پنځمه درملوګ شرکت د ټاکنو کمېسیون لیک ته په ځواب کې لیکلي چې دغه شرکت له یو میلیون او ۷۹۱زره او ۷۰۳ ډېرې رایې تایید کړې دي.

د دغه سند له مخې، یاد شرکت د ټاکنو د ورخې د احتیاطي دستګاوو له ۱۳۷زره او ۶۳۰ ډېرې اختلاف رامنځته کوونکې رایې قرنطین کړې دي.

یاد شرکت دغه پرېکړه په داسې حال کې کړې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر مولانا محمد عبدالله د لړم په څلورمه په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د ټاکنو قانون او لوایحو د تعدیل له مخې څه کم ۷۷۰ تر ۹۰۰زره رایې بې باوره ګڼل شوې دي.

هغه لیکلي، له ولسمشرۍ ټاکنو دوې ورځې وروسته د دغه کمېسیون ولایتي ادارې خبر ورکړ چې په یادو ټاکنو کې دوه میلیونه او ۶۹۵زره او ۸۹۰ کسانو ګډون کړی دی.

دغه راز عبدالله ویلي چې ورورستۍ بایومټریک شوې شمېرې ښيي چې په ټاکنو کې له یو میلیون، ۷۹۱زره او ۷۰۳ څخه تر یو میلیون، ۹۲۹زره او ۳۳۳ کسانو ګډون کړی و چې د ۱۳۷زره رایې،  توپیر یې د بحث او دقت وړ دی.

د درملوګ شرکت په خبره، د ټاکنو کمېسیون د اطلاعاتو په مرکز کې د شته معلوماتو له مخې، د ټاکنو کارکوونکو په څو موادو کې رای پاڼې له ټاکلي وخت مخکې یا وروسته ثبت کړې او وروسته د هغو محلونو بایومټریک دستګاوې غیر فعالې شوې او وروسته د ټاکنو کارکوونکو په ټاکنو کې د بایومټریک رایو د ثبت د دوام لپاره په یادو محلونو کې له احتیاطي ماشینونو استفاده کړې ده.

د درملوګ شرکت له خوا په لېږل شوي سند کې راغلي، ځیني نور موارد هم شته چې له رایې پرته په سرور کې رای پاڼو ثبت او وروسته له احتیاطي ماشینونو څخه په استفاده د پایلو دویمې پاڼې د همدغه مرکز له څو رایو سره پر یو وخت هم ثبت شوې او له همدې امله چې له یوه مرکز څخه د پایلو دوې پاڼې موجودې دي، دغه رایې قرنطین شوې دي.

د ټاکنو کمېسیون سرپرست ویاند ذبيح الله سادات د درملوګ شرکت له خوا د څه باندې ۱۷۳زره رایو قرنطین کېدل تایید کړل او ویې ویل، د قرنطین شوو رایو په اړه د درملوګ کمپنۍ له خوا نیول شوي تصمیمونه په رسمي ډول د ټاکنو له کمېسیون سره شریک شوي دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.