هيچ يک از مراکز رايدهى در کنر مسدود نبود

چاریکار(پژواک، ۲۴ تله ۹۸): د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ د رایې ورکولو د یوه مرکز اته کارکوونکي چې طالبانو نیولي وو لا هم له طالبان سره بنديان دي.
 د پروان ولایت د یوې مسوولې سرچینې د معلوماتو له مخې، د ټاکنو خپلواک کمېسیون اته کارکوونکي چې ددغه ولایت د شینوارو ولسوالۍ په نمک اب سیمه کې په دنده ګومارل شوي وو   د تلې د شپږمې پر ماښام کورته د تګ پر مهال طالبانو تښتولي وو.
 دوی وايي چې دغه اته کسان د شینوارو ولسوالۍ د بېلا بېلو سیمو اوسېدونکي دي.
 د شینوارو ولسوال قاضي اکوګل د تلې میاشتې په اتمه پژواک ته ویلي و، د نمک اب د رایې ورکولو د مرکز رایې له ټاکنو یوه ورځ وروسته د پروان مرکز ته انتقال شوې دي.
 له طالبانو سره د یادو اتو کسانو د نه خوشي کېدو په اړه بېلا بېلې سرچينې مختلفې څرګندونې لري.
د پروان امنیه قوماندان مل پاسوال محمد محفوظ ولي زاده وايي: ((ټاکل شوې وه چې یاد بندیان د جریمې په بدل کې خوشي شي، خو تر اوسه معلومات نه شته، د جریمې پيسې هم مشخصې نه دي، زموږ د ترلاسه شوو اطلاعاتو له مخې طالبانو غوښتل یاد کسان جریمه کړي چې ولې یې په ټاکنو کې ګډون کړی و او وروسته یې خوشي کړي، دغه بهیر روان دی.))
 په پروان کې د ټاکنو کمېسیون د سیمه ییز دفتر رییس د یادو اتو کسانو د برخلیک د نه معلومېدو او نه خوشي کېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، طالبانو ته د مځنګړیتوب په ډول د قومي مشرانو تګ راتګ روان دی، خو سیمه ییز طالبان د یادو کسانو خوشي کېدل د لوړ پوړو طالبانو د لارښوونې اړوند ګڼي.
 د پروان ولایت د شینوارو ولسوال د یادو کسانو په خوشي کېدو کې ځنډ د طالبانو تر منځ خپل منځي اختلاف بولي او زیاتوي: ((د سیمې سپین ږیري تېره ورځ د یادو کسانو د خلاصون لپاره د طالبانو د کمېسیون مسوول ته ورغلي وو، د کمېسیون مسوول د بندیانو د خوشي کېدو په بدل کې د پیسو غوښتنه کړې او ژمنه یې کړې چې یاد کسان به تر شنبې (د تلې تر ۲۷ مې) خوشي کړي.))
 د شینوارو ولسوالۍ د قول هېر اوسېدونکي محمد حمزه پژواک ته وویل، په پروان کې د ټاکنو کمېسیون اته تښتول شوي کارکوونکي په همدې ولسوالۍ کې ساتل کېږي او له دوی سره هېڅ ډول ناوړه چلند نه دی شوی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.