کابل (پژواک،۱۸ تله ۹۸): پر ټاکنو د څار دوه بنسټونه ادعا کوي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د دارالانشا رییسان او کمېشنران د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو او د هغوی له سلاکارانو سره اړیکې لري چې د ټاکنو د پایلو تر اعلانېدو باید قرنطین شي.
نن د افغانستان د رڼو ټاکنو د څار موسسې «ایتوا» او د افغانستان د ازادو ټاکنو د څار موسسې «افوا» چې په ګډه د ولسمشرۍ ټاکنو څارنه کوي وايي، د دوی د معلوماتو له مخې، په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه تر ۲.۷ میلیونه ټيټه ده.
ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه ترسره شوې او د ټاکنو کمېسیون د مسوولینو په خبره، په یادو ټاکنو کې شاوخوا دوه میلیون او ۷۰۰زره کسانو ګډون وکړ.
د ایتوا موسسې رییس حبیب الله شینواري نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د یادو دوو بنسټونو د موندنو له مخې، د ټاکنیزو کمېسیونونو د دارالانشا رییسان او کمېشنران د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو او د دوی له سلاکارانو سره اړیکې لري او باید لږ تر لږه د ټاکنو د پایلو تر اعلانېدو قرنطین شي څو ونشي کولای له نوماندانو سره په اړیکه کې شي او خپلې چارې ترسره کړي.
هغه زیاته کړه: ((له کمېشنرانو او د ټاکنیزو کمېسیونونو له رهبرۍ سره هر ډول اړیکې کولای شي درغلۍ ته زمینه برابره کړي او دغه بهیر بحراني کړي.))
نوموړي له جزئیاتو پرته وویل، پخوا کمېشنران له ټاکنو وروسته د سلاکارانو په ډول جذب شوي چې له نوماندانو سره د اوسنیو کمېشنرانو اړیکو څارونکي بنسټونه اندېښمن کړي او دوی باید په کمېسیون کې قرنطین شي څخه دغه بهیر له کومې ستونزې پرته پای ورسېږي.
هغه دغه راز د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو وغوښتل چې د ټاکنو تر اعلانېدو مخکې دې بریا نه اعلانوي؛ ځکه د خپلو ټاکنیزو ټکټونو له خوا د نوماندانو بریالي ګڼل کېدل په هېواد کې د بحران د رامنځته کېدو لامل کېږي.
شینواري د تلې د شپږمې ټاکنې د تېرو پارلماني او پنځه کاله مخکې ولسمشریزو ټاکنو په پرتله ښې ګڼي خو وايي چې په دغه بهیر کې هم ستونزې موجودې وې.
دی وايي چې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو بې پروګرامۍ پر کمېسیونونو د خلکو باور کم کړی، د دولت د وسله والو مخالفینو لخوا د شپې پاڼو خپرول، ناامنۍ او له تېرو ټاکنو تجربه ددې لامل شوه چې په دغه بهیر کې د خلکو د ګډون کچه ټيټه شي.
هغه زیاته کړه: ((د ټاکنو کمېسیون له خوا د رایې ورکوونکو د ۲.۷ میلیون شمېر موږ نه تاییدوو.))
د شینواري په خبره، د ټاکنو په ورځ د رایې ورکونې په ۸۵۳ محلونو کې د رایې ورکوونکو لېستونه نه وو نصیب شوي، د رایې ورکونې په ۶۷۵ مرکزونو کې د رایې ورکوونکو په نوملړ کې جدي ستونزې وې، په ۴۵ مرکزونو کې بایومتریک ماشینونو ستونزې درلودې او د رایې ورکونې په ۲۰ سلنه ښځینه محلونو کې د ښځو کارکوونکو پر ځای نارینه جذب شوي وو چې دغه چارې هم په ټاکنو کې د ښځو پر ګډون منفي اغېز کړی و.
د «افوا» موسسې رییس مبین الله ایماق یادې ناستې ته د خبرو پر مهال د شینواري خبرې تایید کړې او ویې ویل، د ولسمشرۍ ټاکنو څلورو نوماندانو (محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل) خپل کمپاینونه تر ټاکلي وخت مخکې پیل کړي وو او ان د دوو نوماندانو (اشرف غني او عبدالله عبدالله) پلویانو د ټاکنو پر ورځ هم خلک هڅول چې یادو نوماندانو ته رایې ورکړي.
نوموړي له جزیاتو پرته ویل، دوه ټاکنیز ټکټونه (دولت جوړوونکی، ثبات او همپالنه) په کمپایني مبارزو کې له دولتي امکاناتو استفاده کړې ده.
هغه د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان پر ټاکنیزو سیالیو کې پر بې پروګرامۍ تورن کړل او ویې ویل: ((په ټاکنو کې د خلکو د کم رنګ ګډون کچه د نوماندانو د بې پروګرامۍ له امله وه او د پروګرامونو د تشریح پر ځای دوی تر ډېره له یو بل ځانونه لوړ معرفي کول.))
نوموړي وویل، د ټاکنیزو سیالیو پر مهال ډېری دولتي خدمات د دوو نوماندانو (اشرف غني او عبدالله عبدالله) په واک کې وو.
د ټاکنو کمېسیون د رسنیو کمېټې رییس محمد رفېع صدیقي چې په یاده ناسته کې ګډون درلود وویل، د ټاکنیزو کمېسیونونو لخوا د ګډې خپرې شوې خبرپاڼه له مخې یوازې بایومتریک رایې د باور وړ دي.
هغه هم وویل چې  د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو د ټاکنیزو سیالیو محور پروګرام نه بلکې کنایه وه.
دی وايي چې له هغو نوماندانو او رسنیو سره چې د ټاکنیزو سیالیو پر مهال یې سرغړونې کړې د طرزالعمل د لایحې له مخې چلند کېږي.
د ټاکنو کمېسیون کمېشنر اورنګ زېب تېره ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، ددغه کمېسیون غړي ټولې چارې په بشپړه خپلواکۍ ترسره کوي او هېچا ته ددغه بنسټ په چارو کې د لاس وهنې اجازه نه ورکوي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.