کابل (پژواک ۱۷ تله ۹۸): د ټاکنو کمېسیون د کمپیوټرونو د سرور د هک کېدو په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم دي خو د دغه سیستم فعالیت ورو شوی او د حل لپاره یې نن له جرمني کابل ته د یادې برخې متخصصین راځي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو د رایو شمېرنې بهیر او د ټاکنو کمېسیون مرکزي سرور ته د بایومټریک ماشینونو د معلوماتو د انتقال چارې روانې دي.

ناسم اطلاعات:

د «افغانستان ټایمز» ورځپاڼې ټاکنو کمېسیون ته د نږدې سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د یاد کمېسیون د کمپیوټري سیستم سرور هک شوی دی.

په دغه راپور کې راغلي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) پلاوي د جرمني د ټکنالوجۍ برخې له کارپوهانو غوښتي چې یاده ستونزه حل کړي.

افغانستان ټایم لیکلي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د یوناما رییس تادامیچي یاماماتو د یادې ستونزې د حل لپاره له بهرنیو چارو وزارته غوښتي چې ژر تر ژره د جرمني متخصصینو لپاره د وېزو فرصت رامنځته کړي.

سرچینې پر هندي هکرانور تور پورې کړی چې د ټاکنو کمېسیون د سرور سیستم یې هک کړی څو په یادو ټاکنو کې هغه نوماند بریالی شي چې هند ترې ملاتړ کوي.

 

 

 

 

دغه راز ویسا ورځپاڼې هم په دې اړه راپور خپور کړی او د یوې سرچینې په حواله چې له کابل نیوز سره یې خبرې کړې، ویلي، د ټاکنو کمېسیون بایومټریک سیستم او د درملوک کمپنۍ سرور غیر فعال شوی دی.

درملوک کمپنۍ جرمنۍ کمپنۍ ده چې د افغانستان په ولسمشرۍ ټاکنو کې یې له بایومټریک ماشینونو استفاده شوې ده.

سم معلومات:

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي د افغانستان ټایمز دغه راپور ردوي او وايي چې د دغه کمېسیون د کمپیوټرونو سیستم سرور نه دی هک شوی.

هغه روښانه کړه، له تېرو دوو ورځو راهیسې د دغه سیستم کار ټکنی شوی او د حل لپاره یې د جرمني د درملوک کمپنۍ دوه استازي نن کابل ته راځي.

دغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) یوه معتبره سرچینه وايي چې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون د کمپیوټري سیستم د هک کېدو په اړه د «افغانستان ټایمز» راپور ناسم دی.

پژواک خبري اژانس په یوه پروګرام کې د ټاکنو اړوند خپرې شوې اوازې ارزوي او له څېړنې وروسته د یوه راپور له لارې خلکو ته ښيي چې خپرې شوې اوازې د «سم، یو څه سم، نیمه سم، یو څه ناسم او ناسم» کټګوریو له ډلې په کومه کې شاملېږي.

د خپرو شوو راپورونو په اړه چې ګواکې د ټاکنو کمېسیون کمپیوټري سیستم هک شو، د دغه اژانس څېړنې ښيي چې دغه راپورونه ناسم او بې بنسټه دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.