ابل (پژواک، ۱۶ تله ۹۸): د ټاکنو خپواک کمېسیون کمېشنر مولانا محمد عبدالله وایي، مرکزي سیستم ته له بایومتریک ماشینونو د اطلاعاتو انتقال په سستۍ روان دي او که همدا ډول دوام ولري؛ نو د تلې په ۲۷مه د ټاکنو د لومړنو پایلو اعلان ناممکن دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو د مهالوېش له مخې د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې باید د تلې په ۲۷مه او وروستۍ پایلې یې د لړم په ۱۶مه اعلان شي.
خو مولانا محمد عبدالله بیا پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، داچې له ولسمشریزو ټاکنو ۱۱ ورځې تېرېږي، د رایو ورکونې له ټولو ۲۶ زره او ۵۶۸ مرکزونو تراوسه یوازې د ۲۲ زره او ۴۰۰ ماشینونو لومړني او د ۱۴ زره بایومتریک ماشینونو وروستي معلومات مرکزي سرور ته لېږدول شوي.
هغه لیکلي: «که چېرې د تلې د شپږمې د بایومتریک معلومات په همدې ډول پرمخ لاړشي، د تلې په ۲۷مه د ټاکنو د پایلو اعلان ناممکن دی.»
ټاکنو کمېسیون مخکې له دې ویلي وو چې هڅه کوي څو د ټاکنو د مهالوېش سره سم په ټاکلې وخت د ټاکنو پایلې اعلان شي.
د ولسمشرۍ ټاکنو یو شمېر نوماندانو هم د ټاکنو  د ژر اعلانېدو غوښتونه کړې وه.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.