کابل (پژواک، ١١ تله ۹۸): ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند حکیم تورسن د ناامنیو له امله د هېواد په خپه چاپيريال کې د ګرمو ټاکنیزو سیالیو پر مهال خلک خندولي او خوښي یې ورکړې ده.

محمد حکيم تورسن په ١٣٣٣ لمریز کال کې په کابل کې زېږېدلى او د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي په دري برخه کې يې د ليسانس تر کچې زده کړې دي.

نوموړي له ١٣٥٨ څخه تر ١٣٧١ کلونو پورې د افغانستان په بېلابېلو امنيتي او اطلاعاتي ادارو کې دندې ترسره کړې دي.

نوموړي تر دې وړاندې د ١٣٨٨کال په ټاکنو کې ځان ولسمشرۍ ته نوماند کړى و، خو د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره يې مطلوبې رايې ترلاسه نه کړې.

نوموړي د ١٣٩٨کال ولسمشريز ټاکنو ته يو ځل بيا ځان نوماند کړ خو د تېرځل برخلاف يې دا ځل په خپلو ټلوېزيوني او نورو مرکو کې له خندونکو جملو او کلماتو څخه استفاده وکړه چې له امله يې د خلکو په منځ کې ځانګړى شهرت او محبوبيت پيدا کړ.

د تورسن دوه جملې د خلکو ترمنځ ډېرې مشهورې دي چې يوه يې ((اگر مگر ندارد مه خودم رييس جمهور افغانستان استم او بله يې دا چې ولسمشر محمد اشرف غني او اجراييه رييس عبدالله عبدالله په خپل حکومت کې د چاينکي پخوونکي شاګردان هم نه نيسم.))

نوموړى پرځان پوره باور لري چې ولسمشر کېږي او په هره مرکه کې يې ويلي که په ټاکنو کې درغلي ونه شي، د افغانستان راتلوونکى ولسمشر خپله دى.

په دې وروستيو کې تورسن د خلکو ترمنځ دومره محبوبيت پيدا کړ چې خلکو يې په نوم په فېسبوک او نورو خواله رسنيو کې جعلي اکاونټونه جوړ کړل او عکسونه يې ورته په خندونکي ډول فوټوشاپ کړل چې د بېلګې په ډول يې ځينې دلته ذکر کوو.

د محمد حکيم تورسن په نوم د يوې جعلي پاڼې څخه په يوه خپاره شوي انځور کې نوموړى په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالاتونو له سفير جان باس سره ښودل شوى او په کې ويل شوي چې جان باس ده ته د افغانستان د ولسمشر په توګه مبارکي ورکړې او د امريکا ولسمشر ډنالډ ټرامپ ويلي که چېرې په افغانستان کې موقت حکومت جوړېږي نو مشر به يې محمد حکيم تورسن وي.

 

 

دغه راز د دوستان فېسبوک پاڼې له لارې په يوه خپاره شوي انځور راغلي چې محمد حکيم تورسن د افغانستان د ولسمشر په توګه خپل وسايل ارګ او سپيدار ماڼې ته انتقال کړي دي.

 

 

 

د شبکې خبري اوج په نوم يوې پاڼې ليکلي، حکيم تورسن له خپلو پلويانو غوښتنه کړې چې تر وروستۍ پايلې منتظر پاتې شي ځکه سل په سلو کې د افغانستان راتلوونکى ولسمشر دى خپله دى.

 

 

همدارنګه د حميد تکل په نوم د فېسبوک يوه کارکوونکي ليکلي چې حکيم تورسن په ټوکو کې له موره يو دى.

 

 

 

 

 

په ورته وخت کې د يوې بلې جعلي پاڼې په خپاره شوي انځور ښودل شوي چې حکيم تورسن د افغانستان د ولسمشر له لومړي مرستيال جنرال دوستم سره ملاقات کوي او هغه ته وايي چې په خپل حکومت کې به د کابل د ښاروالۍ څوکۍ ورکړي.

 

 

 

په دې وروستيو کې د فېسبوک ځينو کارکوونکو په افغانيو او ډالرو کې د حکيم تورسن عکسونه هم فوټو شاپ کړي دي.

په يادو پيسو کې د تورسن د عکسونو د چاپيدو له امله ګڼ شمېر کسانو په خپلو فېسبوک پاڼو کې تورسن ته د دې کار له امله مبارکي هم ورکړې ده.

د پښتونه را ويښ شه په نوم يوې پاڼې کې خپاره شوي چې تورسن د هندوستان له لومړي وزير نريندار مودي سره ليدلي او هغه ورته د ولسمشر په توګه مبارکي ورکړې ده.

 

 

 

په ځينو نورو ځايونو کې بيا د تورسن له خولې داسې څرګندونې شوي چې د خلکو لپاره لوى پيغام لري.

په يوه ځاى کې راغلي، تورسن له خلکو غوښتنه کړې چې د ده د بريا په صورت کې ډزې ونه کړي.

 

 

سلګونه نور ورته پوسټونه هم شوي چې خلکو بيا ورته په کمنټونو کې جالبه ځوابونه ورکړي دي.

د بېلګې په توګه د خدايداد نوري په نوم يو کس ورته ليکلي چې تورسن به ارګ کې ټوله ورځ قابلي خوري او خوبونه به کوي، دغه راز عصمت الله څاروان ليکلي تورسن صاحب زور وهه په زور ارګ ته ولاړ شه هسې خو دې څوک نه پرېږدي همدارنګه د مجيدي افغاني په نوم يو تن ليکلي تورسن صاحب خيال پلوه وهه ګناه نه لري.

بل لورته بيا خلک د تورسن په اړه بېلا بېل نظرونه لري او وايي چې د ټاکنيزو کمپاينونو پرمهال يې خندولي دي.

د ننګرهار ولايت اوسېدونکى عثمان خان وايي چې د تورسن له خبرو خوند اخلي خو زياتوي چې د فېسبوک کارونکي بايد تورسن ته سپکاوى ونه کړي.

دى وايي: "ډېر خلک په فېسبوک د ځان د مشهورتيا لپاره تورسن پسې خبرې جوړوي چې دغه کار بايد ونه کړي ځکه تورسن ته سپکاوى دى. "

همدارنګه د کابل اوسېدونکی عدنان بیا وایې چې په دې وروستيو کې په ټولنیزو شبکو کې د تورسن په نوم ډېر پوستونه کېږي او د خلکو لپاره دا یوه لویه تفریح جوړه شوې ده.

ده وويل: " که څه هم خلک تورسن پسې خبرې د ټوکو ټکالو لپاره کوي، خو په پاى کې د تورسن لپاره دا کار توهين دى."

د اړوندې موضوع په اړه خپله محمد حکيم تورسن پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خلکو د علميت کچه ټېټه ده که د ده په اړه هرڅه وايي هېڅ ورته مهمه نه ده.

هغه وايي: "په وروسته پاتې ټولنو کې کله چې واقعیتونه وویل شي نو د خلکو عکس العمل داسې وي چې طنز ترې جوړوي."

نوموړي له خپلو پلويانو هم غوښتنه وکړه چې په فېسبوک کې په دغه ډول څرګندونو خپله خواه بده نه کړي ځکه دا هرڅه تېرېدونکي دي.

تورسن له نورو نوماندانو هم وغوښتل چې د خپلو سيالانو د کمزوره ښودلو لپاره دې د ده له خبرو ګټه نه پورته کوي، بلکې ځانته دې خپلې خبرې پيدا کړي.

د يادونې ده چې د تلې په شپږمه خلکو د محمد حکيم تورسن په ګډون ١٣ نوماندانو ته رايه ورکړه چې لومړنۍ پايله به يې د تلې مياشتې په ٢٧مه او وروستۍ پايله به يې د لړم په ١٦مه اعلان شي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.