ګردېز (پژواک، ٧ تله ۹۸): د پکتيا ولايت اوسېدونکي وايي چې ټاکنې د هېواد د ثبات او سولې ته د رسېدو يواځنۍ لار ده او د همدې چارې د تر سره کېدو لپاره يې رايه ورکړې ده.
دوی هيله ښيي چې نوی حکومت به د خلکو د اقتصاد ښه کېدو او سولې لپاره په لا ډېر جديت او دقت ګامونه پورته کړي.
د ګردېز اړوند د تېرې سيمې اوسېدونکی حاجي طوطي رايه د ټولو خلکو ټولنيز او اسلامي مسووليت بولي او ټينګار کوي چې د خلکو ارادې ته بايد درناوی وشي.
نوموړي پژواک ته وویل:((رايه په دې ضرور ده چې موږ خپل پاچا په خپله ټاکو، دا اسلامي طريقه ده، څوک چې رايه نه ورکوي، د اسلامي اصولو خلاف دي. دا شريعت دی چې خپل حاکم په خپله وټاکل شي او موږ يې په خپله خوښه ټاکو.))
د مهلن سيمې قومي مشر شاوخوا شپېته کلن حاجي ولي وايي چې د ژوند ډېره برخه يې په جګړو او ستونزو کې تېره شوې او هيله يې دا ده چې د سولې په ټينګېدو د ژوند وروستي کلونه د امن په فضا کې تېر کړي.
نوموړي وويل:((موږ وايو چې وطن مو جوړ شي، امن راشي، موږ په امن کې خوشحاله يو. زموږ ږيره په جنګونو کې سپينه شوه، د الله احترام دې وکړي، نور دې دا جنګونه نه کوي.))
د نيستي کوټ سيمې اوسېدونکی احسان الله حقمل وايي چې بې روزګاري د ځوانانو تر ټولو لويه ستونزه ده چې له امله يې ګڼې نورې ټولنيزې ستونزې رامنځته شوې او د دې ستونزو د حل لپاره يې په ټاکنو کې ګډون کړی دی.
حقمل زياته کړه:((نن د افغانانو لپاره واقعا ډېره ښه او مهمه ورځ وه. موږ هغه چا ته رايه ورکړه چې ښه راته راتلونکی جوړ کړي، د بې روزګاري لويه ستونزه کمه او له منځه يوسي او د خلکو د اقتصاد ښه کېدو ته ډېر کار وکړي.))
محمدعيسی صادق هم په ټاکنو کې ګډون د هېواد د ښې راتلونکې لپاره بولي او وايي هيله يې دا ده چې د ولس په رايه او اراده ولسمشر تعيين او د اداري فساد پر ضد کلکه مبارزه وشي.
صادق وويل:((د دې لپاره مو رايه ورکړه چې د وطن اينده مو ښه شي، په يوه رايه ښه کانديد هم کاميابېدای شي او هم پاتې کېدای شي. موږ تل په نورو پسې منډې وهلې دي، نور بايد دا عنعنه بدله شي او د خپل قلم او مټو په زور هېواد جوړ کړو او په نړۍ کې ښه نوم وګټو.))
د رباط سيمې اوسېدونکی رازمحمد ريحان ټينګار کوي چې راتلونکی ولسمشر بايد د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال کړې ژمنې تر سره کړي.
ريحان وويل:((موږ غواړو چې ښه ولسمشر وټاکو، هېواد مو په ډېرو برخو کې ډېرې نيمګړتياوې لري، موږ غواړو داسې څوک ولسمشر وي چې دا نيمګړتياوې پوره کړي او واقعا خدمت وکړي.))
دوى داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې تېره ورځ د راتلوونکي ولسمشر د ټاکل کېدو په موخه په ټول هېواد کې ټاکنې ترسره شوې.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.