"د پروان نوې ولايتي شورا د حس وړ خدمت نه دى کړى"

چاریکار (پژواک، ۶ تله ۹۸): د پروان په مرکز کې یوه کس خپل د تره زوی ځکه پر ډزو وژلی چې د هغه د خوښې نوماند ته یې رایه نه ورکوله.
د ولسمشرۍ ټاکنو بهیر نن سهار پیل شوی دی.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالواسع ګلبهاري پژواک خبري اژانس ته وویل چې د پروان د مرکز د ده قاضي سیمې دوو اوسېدونکو چې یو یې د ولسمشرۍ د نوماند محمد اشرف غني او بل هم د ولسمشرۍ د بل نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله پلویان وو، د رایې ورکولو مرکز ته پر لاره شخړه کړې ده.
هغه وايي چې وروسته له دغو کسانو یوه پر بل د تومانچې ډزې کړې او وژلی یې دی.
د ده په وینا، دغه دواړه د تره زامن دي.
ده وویل چې قاتل تښتېدلی خو پولیس یې د نیولو په لټه کې دي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.