کابل (پژواک، ۳ تله ۹۸): د پژواک څېړنه ښیی چې د ګمرک د عوایدو د ډېروالي په برخه کې د ولسمشرۍ د نوماند حکمتیار څرګندونې یو څه سمې، خو د مخابراتو د عوایدو د ډېروالي په برخه کې د هغه څرګندونې ناسمې دي.

 د سولې او اسلامي عدالت د ټاکنيز ټکټ او حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار د وږي په ۳۱ مه د شمشاد له خصوصي ټلوېزيون سره په مرکه کې وويل:"دا ګمرکونه دې حزب ته وسپاري، موږ د دې تضمين کوو چې هم يې امنيت ساتو او هم د کال درې ميليارده ډالر دولت ته سپارو او پاتې يې موږ په خپل جيب کې نه اچوو، دا په داسې مواردو کې مصرفوو چې موږ يې په خپله انتخابوو."

دی زياتوي:" دا مخابرات دې موږ ته وسپاري، په معياري کچه به يې هم خلکو ته خدمات وړاندې کوو او د کال به شاوخوا څلور ميليارد ډالر موږ د دې عوايد دولت ته سپارو."

 

د ګمرکونو اوسنى کلنی عاید  

 د ماليې وزرات وياند شمروزخان مسجدی پژواک خبري اژانس ته وويل چې د روان مالي کال په نهو مياشتو کې (د ميزان تر لومړۍ نېټې) ملي عوايد څه باندې ۱۳۶.۴ ميليارده افغانۍ شوي دي.

هغه وويل چې په روان مالي کال کې د ميزان تر لومړۍ نېټې له ګمرکونو څخه ۵۸ ميليارده ۴۳۷ ميليونه افغانۍ عوايد راټول شوي دي.

ده ونه ویل چې ګمرکونه د څومره عوایدو وړتیا لري، خو زیاته یې کړه:" په تېرو څلورو کلونو کې د هېواد د ګمرکونو عوايد هر کال په اوسط ډول له ۱۰ څخه تر ۱۵ فيصده پورې لوړ شوي، د ماليې وزارت د رهبرۍ هڅه همدا ده چې د عوايدو په لوړوالي کې د ګمرکونو له ټول ظرفيت څخه ګټه واخلي."

د مالیې وزرات شمېرو ته په پام په تېرو نهو مياشتو کې په منځنۍ کچه هره مياشت د ګمرکونو له لارې نږدې شپږ عشاريه پنځه ميليارده افغانۍ عاید تر لاسه شوی او دغه عاید په یو کال کې شاوخوا یو میلیارد ډالره کېږي.

شونې ده چې اوسنی عاید درې برابره شي؟

د سوداګرۍ او پانګونې خونې وياند جان اقا نويد وایي، ستره ستونزه په هېواد کې ناامني ده چې د عوایدو د راټولېدو په ګډون یې ډېرې چارې ټکنۍ کړې دي.

د ده په وينا، د قاچاقي لارو شتون، د ماليې له ورکولو تېښته، کاغذ پراني او اداري فساد هغه نورې ستونزې دي چې له ګمرکونو څخه د عوايدو پر راټولو يې ناسم اغېز کړی.

هغه هم وايي:"که پورتنۍ ستونزې له منځه ولاړې شي او ټولې چارې په شفاف او برېښنايي ډول ترسره شي، نو له ګمرکونو څخه د عوايدو د راټولېدو کچه د اوس په پرته دوچنده لوړېدای شي."

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد قيس محمدي هم ناامني، اداري فساد، د ماليې له ورکولو تېښته، کاغذ پراني، اداري فساد او د زورواکو له خوا په قاچاقي ډول د سوداګريزو توکو واردات، د ګمرکونو د عوايدو د راټولو پر وړاندې خنډونه بولي.

دی زياتوي:"د ناامنۍ تر څنګ بله ستره ستونزه اداري فساد دی؛ د بېلګې په ډول په قصدي ډول د سکنر د ماشينونو خرابېدل، همدا راز د ګمرک اړوند ځينې پوليسو له خوا د پيسو په بدل کې تر ګمرک کېدو پرته د موټرو خوشې کېدل دغه ستونزې دي او ځينې مامورين چې تنخواګانې يې ټېټې دي هم هڅه کوي چې له ناقانونه لارو يو څه ترلاسه کړي."

محمدي هم وايي، که دغه ستونزې لرې او اړين اصلاحات رامنځته شي، کېدای شي د ګمرکونو د عوایدو اوسنۍ کچه تر دوه ميليارده ډالرو لوړه شي."

د پژواک خبري اژانس د څېړنې ډله وایي چې په دغې برخه کې د حکمتیار څرګندونې یو څه سمې دي.

د مخابراتو عواید:

 د مالیې وزات ویاند وایي، په ‍۱۳۹۷ مالي کال کې د مخابراتو وزارت ټول عوايد ۸ ميليارده ۷۲۴ ميليونه افغانۍ وو چې له دې جملې ۳ ميليارده ۸۹۸ ميليونه د کرېډېټ کارت د لس سلنه محصول عواید دي. د هغه د معلوماتو له مخې، د روان کال په نهو لومړیو میاشتو کې د ياد وزارت ټول عوايد ۴ ميليارده ۷۵۵ ميليونه افغانۍ دي او له دې جملې دوه ميليارده ۵۹۶ ميليونه د کرېډېټ کارت د لس سلنه محصول عواید دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ مطبوعاتي سلاکار شېرشاه نوابي پژواک خبري اژانس ته وويل که چېرې په هېواد کې امنيت ټينګ شي او فساد په کلي ډول له منځه ولاړ شي، نو د عوايدو دغه کچه له څلور تر شپږ ځله لوړېدای شي.

د مخابراتو برخې عوایدو په اړه د مالیې وزارت شمېرو او دغه راز د هغو شمېرو منځنۍ کچې ته په پام چې د مخابراتو وزارت د دغې برخې د عوایدو د ډېروالي په اړه وړاندې کړي، ویلی شو چې د مخابراتو کلني عواید څه باندې ۴۰۶ میلیون امریکايي ډالرو ته لوړېدای شي.

محمدی د مخابراتو د عوايد په تړاو وايي:"دا ممکنه نه ده چې موږ هر کال د مخابراتو له سکټور څخه شاوخوا څلور ميليارده ډالر ترلاسه او دولت ته وسپارو، ځکه افغانستان دومره نفوس نه لري چې د مخابراتو مارکېټ لوړ شي، د افغانستان يواځې شل ميليونه وګړي مخابراتي خدماتو لاسرسی لري؛ نو په شل ميليونه مشتريانو ستونزمنه ده چې موږ دومره عوايد ترلاسه کړو."

د ده په وينا، که چېرې امنيتي ستونزې له منځه ولاړې شي او د مخابراتو د سکټور عوايد په منظم او شفاف ډول راټول کړی شي، نو هر کال شاوخوا يو ميليارد ډالر ترلاسه کېدای شي.

د یادو شمېرو منځنۍ کچې ته په پام، که ستونزې لرې شي د افغانستان دولت کولی شي د مخابراتو له برخی په کال کې څه باندې ۷۰۰ میلیون ډالره عاید تر لاسه کړي، حکمتیار ویلي کولی شی، د ۷۰۰ میلیون ډالرو پنځه عشاریه شپږ برابره عواید د مخابراتو له برخې راټول کړي.

د پژواک خبري اژانس د څېړنې ډله وایي چې په دغې برخه کې د حکمتیار څرګندونې ناسمې دي.

پژواک خبري اژانس د ولسمشرۍ د نوماندانو ژمنې ارزوي او خلکو ته ښيي چې دغه ژمنې له “سم، يو څه سم، نيمه سم، يو څه ناسم او ناسم” کټګوريو څخه په کومه کټګورۍ کې شاملې دي.

په ټوله کې د ګمرکونو او مخابراتو د عوایدو د ډېروالي په اړه د ګلبدین حکمتیار یادې څرګندونې یو څه ناسمې دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.