جلال اباد (پژواک، ۲۴ وږی ۹۸): د ټاکنيزو شکايتونو  خپلواک کمېسيون وايي، د بايومټريک ماشينونو د سموالي په اړه د اړوند شرکت له خوا ورته ډاډ ورکړل شوى او هيله يې څرګنده کړه چې دا ځل به ټاکنو کې هېڅ تخنيکي نيمګړتيا نه رامنځته کېږي.
دوی دا څرګندونې د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د بايومټريک الو د خرابوالي په اړه د خپرو شويو راپورونو په ځواب کې وکړې.
ټاکل شوې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکې تلې مياشتې په ۶مه ترسره شي. د ټاکنو خپلواک کمېسيون لا له وړاندې دغو ټاکنو ته د چمتوالي خبر ورکړی دی.
په ننګرهار کې د ټاکنو د ولايتي کمېسيون چارواکي هم ډاډ ورکوي چې د دغه ولايت ټولو ولسواليو کې د ټاکنو لپاره چمتوالی نيول شوی او يوازې په حصارک او شېرزادو ولسواليو کې لږه ستونزه شته چې ټاکنيز حساس مواد به د هوا له لارې ولېږدول شي.
د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون مرستيال او کمېشنر قطب الدين رويدار چې د يوه پلاوي په مشرۍ ننګرهارولايت ته راغلى،د وږي په ۲۴مه په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې د ټاکنو ټول حساس مواد چمتو دي او د زياترو ولايتونو مرکزونو ته انتقال شوي دي.
هغه د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د بايومټريک الو د خرابوالي په اړه وويل، د ټاکنو کمېسيون او د اړوند شرکت له لوري چې دغه الې يې جوړې کړي ډاډ ورکړی چې راتلونکو ټاکنو کې به کومه ستونزه نه رامنځته کېږي.
رويدار وويل، تر اوسه له روانو ټاکنيزو کمپاينونو دغه کمېسيون ته له بېلابېلو نوماندانو ۷۰ شکايتونه شوي چې ورته په خپل وخت رسيدګي شوې ده.
په ورته وخت کې د ننګرهار د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون رييس  عبدالوکيل حنيفي ياد خبري کنفرانس ته وويل چې د دغه ولايت ټولو ولسواليو ته يې د ټاکنو د ورځې د شکايتونو ثبتولو په موخه مامورين ګومارلي او له خلکو يې وغوښتل چې له دوی سره د شکايتونو په ثبت کې مرسته وکړي.
د ننګرهار د ټاکنو د ولايتي دفتر مشر ذبيح الله وګړي وويل، د ټاکنو د ورځې حساس مواد ولايتي دفتر ته انتقال شوي او د يوه مهالوېش له مخې به يې د تلې تر شپږمې (د ټاکنو تر ورځې) ولسواليو او مرکزونو ته انتقال کړي.
دی وايي، لا هم په حصارک او شېرزادو ولسواليو کې ستونزه شته چې د ځمکې له لارې اکمالات نه کېږي؛ خو زياتوي، د هوايي ځواک له لوري ورته ډاډ ورکړل شوی چې دغو ولسواليو ته به د هوا له لارې حساس مواد او د ټاکنو مامورين انتقال کړي.
د هغه د معلوماتو له مخې، ټول ننګرهار کې ۳۹۵ مرکزونه او ۲۵۳۴ محلونه موجود دي چې د ۲۸ امرينو او ۱۵۸ مرستيالانو په ګډون د ۱۶۰۰۰ کارمندانو له لوري به د ټاکنو په ورځ خدمات ترسره شي.
وګړي وويل، لا هم لرو پرتو ولسواليو کې د ښځينه کارمندانو د نشتوالي ستونزه شته چې له مرکز سره يې شريکه کړې، څو اجازه ورکړي چې هغو ځايونو ته ديني عالمان او د پوخ عمر لرونکي کسان د ښځينه کارمندانو پرځای ونيول شي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.