مزارشريف (پژواک، ۲۴ وږی ۹۸): د بلخ مدني فعالان وايي چې د امنيتي وضعيت له ښه کېدو پرته به په دغه ولايت کې د ټاکنو په پروسه کې د خلکو ګډون کمرنګه وي.
دغه څرګندونې د وږي په ۲۴مه د ټاکنو په پروسه کې د خلکو د همکارۍ په نوم هغې غونډه کې وشوې چې په مزارشريف ښار کې جوړه شوې وه.
مدني فعالې تمنا نور پژواک اژانس ته وويل چې روان ناوړه امنيتي وضعيت د ټاکنو پر پروسې منفي اغېز درلودلی شي.
هغې زياته کړه چې که په امنيتي وضعيت کې بدلون رانه شي، په ټاکنو کې به د بلخ د خلکو ګډون کمرنګه وي.
د مېرمن نور په خبره، امنيتي ځواکونه بايد لاس په کار شي او ټول هغه خنډونه له منځه يوسي چې د ټاکنو پروسه زيانمنوي.
دغه مدني فعاله همدا راز له خلکو غواړي چې له روانو ستونزو او بې عدالتيو سره د مبارزې په خاطر بايد په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.
په بلخ کې د ولسي پوليسو يوې غړې مېرمن زبيدې پژواک ته وويل چې په ټاکنو کې د امنيتي خونديتوب ډاډ څوک چا ته نه شي ورکولی.
د هغې په خبره، خلک بايد خپله له پوليسو سره همکاري وکړي څو د هغو کسانو لاسونه لنډ شي چې غواړي ټاکنيزه پروسه ګډوډه کړي.
دغه مېرمن زياتوي چې په ټاکنو کې د ګډون له امله ډېر خطر مېرمنو ته متوجه دی خو په خبره يې چې د بلخ مېرمنې بيا هم په ټاکنو کې پراخ ګډون ته لېوالې او ژمنې دي.
هغې وويل، ډېری افغانان پر دې پوهېدلي چې د جمهوريت ساتنې او د خلکو د ازاديو خوندي کولو لپاره له ټاکنو پرته بله لار نشته.
په ورته مهال د بلخ د ټاکنو کمېسيون رييس محمد ايوب بياني هم ډاډ ورکوي چې ټوله هڅه يې په امنيتي فضا کې د ټاکنو ترسره کول دي.
هغه پژواک ته وويل، د بلخ امنيتي ځواکونو ډاډ ورکړی چې د ټاکنو په ورځ به د ۳۱۵ مرکزونو له ډلې ۲۸۲ يې پرانيستي وي.
خو بياني اندېښنه وښوده چې د ناامنيو او جګړو لوړ ګراف ته په کتو ښايي د تړلو انتخاباتي مرکزونو شمېر له دې نه هم زيات شي.
د بلخ ولايت مقام بيا خلکو ته د امنيتي تياريو ډاډ ورکوي.
د بلخ مرستيال والي محمد بشير توحيدي پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو په وروستيو عملياتو کې زياتې سيمې د وسله والو مخالفينو له کنټروله بهر کړې دي.
د هغه په خبره، وسله وال طالبان په بلخ ولايت کې ځانګړې سيمې نه لري چې د دوی تر کنټرول لاندې وي، بلکې په خبره يې چې د يادې ډلې جنګيالي ژر ژر خپل ځايونه بدلوي.
نوموړي زياته کړه چې امنيتي ځواکونو ته پلان ورکړ شوی چې د ټاکنو په ورځ څه ډول امنيت ټينګ کړي، څو خلکو ته په دې ملي پروسه کې د ګډون زمينه برابره شي.
ټاکل شوې ده د راتلونکې تلې مياشتې په ۶مه په ټول هېواد کې ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي خو امنيتي ستونزې د دې پروسې پر وړاندې جدي خنډ ګڼل کېږي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.