کابل (پژواک، ۱۸وږى ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو کړنلارې په رسمي او غیر رسمي وختونونو کې په ټاکنیزو سیالیو کې د دولتي کارکوونکو ګډون په بشپړه توګه منعه کړی دی.
که څه هم په ټاکنو قانون، کړنلارو او لوایحو کې په ټاکنیزو سیالیو کې د دولتي کارکوونکو ګډون او حضور منعه شوی دی خو په دې وروستیو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو د ملکي خدمتونو له کارکوونکو غوښتي چې له رسمي ساعتونو او دولتي سرچینو څخه د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو په ګټه یا زیان استفاده ونه کړي.
د ټاکنو په قانون او ټاکنیزو سیالیو په لایحو کې په ډاګه شوې چې هېڅ دولتي کارکوونکی د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو په ګټه یا زیان د فعالیت کولو حق نه لري، خو له څه مودې راهیسې یو شمېر دولتي کارکوونکي د قانون خلاف په ځانګړو کمپایني ناستو کې د ګډون ترڅنګ د ټولنیز رسنیو له لارې هم د ځانګړو نوماندانو په ګټه یا زیان فعالیت کوي.
د ټاکنیزو سیالیو لایحه
د ټاکنیزو سیالیو د تعدیل شوې لایحې د پنځمې مادې په پنځمه فقره کې راغلي چې نوماندان، سیاسي ګوندونه او اېتلافونه باید په ټاکنیزو سیالیو کې د وسله والې قوا منسوبینو، قاضیاتو، څارنوالانو او دولتي کارکوونکو د ګډون زمینه برابره نه کړي.
 
دغه راز د ټاکنیزو سیالیو د لایحې اوومې مادې په لومړۍ او دویمه فقره کې په ترتیب له دولتي مسوولینو او کارکوونکو غوښتنه شوې چې د ټاکنیزو سیالیو پر مهال د نوماندانو، سیاسي ګوندونو او اېتلافونو په ګټه یا زیان تبلیغات ونکړي، د نوماندانو، سیاسي ګوندونو او اېتلافونو اړوند ناستو او مراسمو کې ګډون ونکړي او په مستقیم یا غیرمستقیم ډول د ټاکنیزو سیالیو په اړوند چارو کې لاس وهنه ونکړي.
د ټاکنو قانون
بلخوا د ټاکنو قانون د ۹۸مې مادې په ۱۳ او ۳۱مه فقرو کې د ټاکنیزو سیالیو پر مهال د دولتي کارکوونکو له خوا د نوماندانو په ګټه یا زیان له دولتي سرچینو، اسانتیاوو او شتمنیو استفاده او هر ډول تبلیغات سرغړونه شمېرل کېږي او سرغړوونکی له ۱۳ مې او ۳۱ مې فقرې څخه د سرغړونې له امله له ۱۰ تر ۸۰ زره افغانیو جریمې په ورکولو مکلف دی.
دغه راز د ټاکنو قانون په ۱۰مه ماده کې راغلي:"هېڅوک نه شي کولای په مستقیم یا غیر مستقیم ډول په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي او د ځانګړي نوماند په ګټه یا زیان له هر ډول دولتي سرچینو، اسانتیاوو او شتمنیو څخه استفاده منعه ده. د قانون مطابق له دولتي او عمومي سرچینو او اسانتیاوو څخه د ټولو نوماندانو په ګټه برابره استفاده له دغه امر څخه مستثنا ده."
پر ټاکنو د څار بنسټونه
په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) اجرائیوي رییس یوسف رشید وویل، د ټاکنیزو کمېسیونونو کړنلارې او لوایح په مطلق ډول منعه کړې چې لوړ رتبه او ټيټ رتبه کارکوونکي او هغه کسان چې په عملي توګه په دولت کې دندې لري باید په ټاکنیزو سیالیو کې ګډون او د ځانګړي نوماند په ګټه یا زیان فعالیت ونکړي.
خو نوموړي د ملکي خدمتونو کارکوونکي د نورو هېوادوالو په څېر د سیاسي او مدني حق لرونکي وبلل او ویې ویل، د اداري اصلاحاتو کمېسیون په غیر رسمي وختونو کې چې شپه ده تر یوې اندازې د دولتي کارکوونکو مدني او سیاسي حقونه مراعات کړي دي.
نوموړي د اداري اصلاحاتو د کمېسیون لخوا نیول شوي تصمیم ته په اشاره وویل:" د تصمیم بدي دا ده چې د ارادو له خوا یې تفکیک او رد نه کېږي چې کوم کارکوونکي په کوم ځای کې ګډون کړی او ښه به وای چې له ټاکنیزو کمېسیونونو سره په همغږۍ تصمیم نیول شوی وای."
ټاکنیز کمېسیونونه
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو په کمپاینونو کې د کارکوونکو د نه ګډون په اړه د اداري اصلاحاتو له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې په اړه له نظر ورکولو ډډه وکړه.
خو د ټاکنیزو شکاینونو د کمېسیون ویاند او منشي وايي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو په کړنلارو کې راغلي چې دولتي کارکوونکي حق نه لري چې د ځانګړي نوماند په ګټه یا زیان فعالیت وکړي.
هغه د دې په بیانولو چې کړنلارې د قانون پر اساس جوړې شوې وویل، له کړنلارې سره سم هېڅ دولتي کارکوونکی حق نه لري چې له دولتي سرچینو د ځانګړي نوماند په ګټه یا زیان استفاده وکړي.
نوموړې دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا د ملکي خدمتونو کارکوونکي په غیر رسمي وختونو کې په ټاکنیزو کمپاینونو کې د ګډون حق لري او کنه؟ وویل: "په کړنلارو کې په مطلق ډول راغلي، موږ نه وایو چې د شپې له خوا ستونزه لري او کنه، کړنلارې په مطلق ډول اجازه نه ورکوي چې دولتي کارکوونکي په ټاکنیزو سیالیو کې برخه واخلي."
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون  د کابل ولايت کميشنرانو د روانې (وږي ) مياشتى په ١١مه په يوه ناسته کې د ولسمشر سلاکار شاه حسين مرتضوي له خپلو واکونو د ناسمې ګټې اخستنې او د ولسمشرۍ نوماند محمد اشرف غني په ګټه د کمپاين کولو له امله ١٥ زره افغانۍ جريمه او په ټاکنو کې له رايې ورکولو محروم شو.
د ولسمشر فرمان
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د تېر کال د سلواغې په ۲۴ مه د ۱۳۹۸ کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې د دولتي کارکوونکو  او چارواکو د نه مداخلې په تړاو د یوه فرمان په صادرولو د ټاکنیزو فعالیتونو اړوند دندو د ترسره کېدو پر محال د بې طرفۍ د اصل په مراعاتولو، د ځانګړي نوماند د کمزورتیا او پیاوړي کېدو لپاره له وظیفوي موقف څخه پر نه استفادې او د ځانګړو نوماندانو په ګټه د دولتي سرچینو او اسانتیاوو پر نه برابرېدو ټینګار کړی دی.
دغه راز ولسمشر غني د تېر کال د ولسي جرګې د ټاکنو پر مهال هم په یوه خبرپانه کې ډول دولتي چارواکي، منسوبین او  د دولتي ادارو کارکوونکي، د ملي شورا غړي او د سترې محکمې قاضیان په ټاکنیزو چارو کې له لاس وهنې منع کړي وو.
د ټاکنیزو ټکټونو غبرګون
د دولت جوړوونکي ټېم د کمپاین ویاند جاوېد فیصل پژواک خبري اژانس ته وویل: "زموږ ټېم لایحه جوړه کړې وه او تصمیم یې نیولی و چې دولتي کارکوونکي په ټاکنیزو سیالیو کې ګډون ونکړي، د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیونه غواړو چې له هغه کسانو سره قانوني او اصولي چلند وکړي چې په ټاکنیزو سیالیو کې ګډون کوي."
نوموړي دې ته په اشاره چې «دولت جوړوونکی ټېم» په ټاکنیزو سیالیو کې د دولتي کارکوونکو له ګډون سره مخالف دی وویل، که دولتي کارکوونکي په ټاکنیزو سیالیو کې ګډون کوي له رسنیو او نورو ټېمونو غواړو چې مستند یې کړي څو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون یې په اړه قانوني اجراات وکړي.
بلخوا د «ثبات او همپالنې ټېم» ویاند فریدون خوځون پژواک ته وویل، تر اوسه هېڅ دولتي کارکوونکي د دوی په ګټه کمپاین نه دی کړی او دوی د ټاکنیزو کمېسیونونو ټولو کړنلارو او لوایحو ته ژمن دي.
نوموړي د محمد اشرف غني پر مشرۍ پر «دولت جوړوونکي ټېم» نیوکه وکړه او ویې ویل:"موږ د ټاکنیزو شکایتونو په کمېسیون کې پرله پسې شکایتونو ثبت کړي چې نور ټېمونه په ځانګړې توګه «دولت جوړوونکی ټېم» له دولتي امکاناتو د استفادې ترڅنګ په ټاکنیزو کمپاینونو کې له دولتي کسانو استفاده کوي."
خوځون له نورو ټاکنیزو ټکټونو وغوښتل چې د ټاکنو قانون، کړنلارو او لوایحو ته ژمن و اوسي.
دغه راز نوموړي د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون څخه وغوښتل چې ټولو شکایتونو او اعتراضونو ته په خپلواک ډول رسېدنه وکړي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.