کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۹۸): خلک او پر ټاکنو د څار بنسټونه د رایې ورکونې پر مهال د بایومټریک ماشینونو په وسیله د ښځو د انځور اخیستل یو غیر مسلکي اقدام ګڼي او وايي، دغه تصمیم په ټاکنو کې د ښځو پر ګډون منفي اغېز کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دوه ورځې مخکې په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د ټاکنو په ورځ د بایومتریک ماشینونو په وسیله د ښځو انځور اخیستل جبري او د رایې ورکونې یو شرط دی.
د یادونې ده، تېر کال د ولسي جرګې د ټاکنو پر مهال د رواجي ټولنې له امله اختیاري وو.
د ټاکنو کمېسیون په هغه پرېکړه لیک کې چې یوه کاپي یې پژواک هم ترلاسه کړې راغلي، د ټولنې دودونو ته په کتو او په ټاکنو کې د ښځو د پراخ ګډون لپاره د رایې ورکونې په ورځ د رایې ورکوونکو انځور اخیستل اختیاري دي خو ددغه کمېسیون له ټولو اوو کمېشنرانو دوو کسانو تایید کړی او پاتې نور کمېشنران د انځور په جبري توب ټینګار کړی دی.
د کابل ښار ځینې اوسېدونکي وايي چې د ټاکنو کمېسیون دغه پرېکړه په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ښځو پر ګډون منفي اغېز کوي.
د کابل ښار یوې اوسېدونکې فرشتې عزیزي پژواک ته وویل، په ځینو ولایتونو کې په ټولنه کې د حاکم فرهنګ او رواجونو له امله کورنۍ ښځو ته د تذکرې او پاسپورټ اخیستو اجازه ځکه نه ورکوي چې انځور پکې لګول کېږي.
هغې زیاته کړه: ((کله چې کورنۍ ښځو ته د تذکرې او پاسپورټ اخیستو اجازه نه ورکوي فکر نه کوم چې د یوې رایې لپاره دې ښځو ته د انځور اخیستو اجازه ورکړي.))
د کابل ښار اوسېدونکي شمس الله د ټاکنو کمېسیون په وروستۍ پرېکړه نیوکه وکړه او ويې ویل: ((ښايي په یو شمېر ولایتونو کې په ټولنه کې د حاکم کلتور او ښځو د انځور اخیستو له امله دوی ته په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ګډون اجازه ورنکړي، چې دا کار په ټاکنو کې د ښځو د ګډون کچه کموي.))
بلخوا پر ټاکنو د څار بنسټونه وايي چې د رایې ورکونې په ورځ د ښځو د انځور اجباري کېدل په ټاکنو کې د ښځو ګډون کموي.
په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د موسسې (فیفا) اجرایوي رییس یوسف رشید د رایې ورکونې په ورځ د ښځو د انځور اجباري کېدل ناوخته پرېکړه وبلله او ویې ویل، یاده پرېکړه به ټاکنو ته په پاتې کمه موده کې مثبتې پایلې ونه لري.
د ده په خبره، ښايي د افغانستان په ځینو سیمو کې د دودیزې ټولنې له امله په ټاکنو کې د ښځو ګډون کم رنګ شي.
نوموړي زیاته کړه: ((سره له دې هم فرصت شته، هغه نوماندان چې فکر کوي په ځینو سیمو کې به په ټاکنو کې د ښځو ګډون کم شي باید د سیمې له خلکو او خپلو کمپاینرانو سره خبرې وکړي څو دغه چاره په ټاکنو کې د ښځو پر ګډون منفي اغېز ونکړي.))
دغه راز د افغانستان د ټاکنو د روڼتیا د څار موسسې (ایتوا) د پروګرامونو مسوول حبیب الله شینواری د ټاکنو په ورځ د ښځو د انځور پر اجباري کېدو نیوکه وکړه او ویې ویل: ((تر کومې چې زه د خپلې ټولنې په اړه معلومات لرم، په پکتیا، خوست، فراه، نیمروز او ... ولایتونو کې هېڅکله ښځو ته د انځور اخیستو اجازه نه ورکوي.))
شینواري د ټاکنو کمېسیون په غړو نیوکه وکړه او ویې ویل، له مسلکي تخنیکونو سره بلد نه دي، خو د دودیزې ټولنې ته په کتو د کمېسیون وروستۍ پرېکړه د ښځو پر ګډون منفي اغېز کوي.
هغه روښانه کړه: ((په ولایتونو کې مو له خپلو ناظرینو وپوښتل، دوی وویل چې ډېری ښځې نه مني چې انځور یې واخیستل شي.))
دغه راز د پژواک خبري اژانس هغه نظر پوښتنه چې د فسبوک پاڼې له لارې یې ترسره کړې ښيي چې د ټاکنو ۵۸ سلنه ګډونوال د کمېسیون له یادې پرېکړې سره مخالف دي.
خو د ټاکنو کمېسیون سرپرست ویاند دبېح الله سادات پژواک ته وویل، د رایې ورکونې ورځ په اجبارې توګه د ښځو د انځور د اخیستو تصمیم له مدني بنسټونو او پر ټاکنو د څار بنسټونو سره په مشوره نیول شوی دی.
هغه په تېرو ټاکنو کې د ښځو په نوم له زرګونه خیالي رایو څخه استفادې ته په اشاره وویل، د درغلیو د مخنیوي او روڼتیا لپاره د ټاکنو په ورځ د ښځو د انځور اخیستل اجباري دي.
نوموړي زیاته کړه: ((د رایې ورکونې په مرکزونو کې د ښځو په وسیله انځور اخیستل کېږي او له موږ سره محرم دي، بل هېڅوک اخیستل شوو انځورونو ته لاس رسی نه لري.))
سادات پر ټاکنو د څار له بنسټونو، ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو او هېوادوالو وغوښتل چې په راتلونکو ټاکنو کې د ښځو د پراخ ګډون لپاره دې هڅه وکړي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.