هرات ښار (پژواک، ۳۰ زمری ۹۸): د هرات د ټاکنو کمېسیون چارواکي وايي چې د امنیتي ګواښونو له امله د یاد ولایت په دوو ولسواليو کې ټاکنې نه ترسره کېږي.
نن د هرات د ټاکنو کمېسیون رییس د یاد ولایت له والي او امنيې قوماندان سره يوې خبري غونډې ته حاضر شول، د ټاکنو پروسې پر وړاندې او د ټاکنو کمېسیون د عامه پوهاوي پر شته ستونزو یې خبرې وکړې.
د هرات د ټاکنو کمېسیون رییس احمد داوود صدیق زاده په دې ناسته کې وویل چې یاد کمېسیون د عامه پوهاوي پروسې د تطبیق لپاره له پوسترونو، بېل بوردونو، غږیزو او تصویري رسنیو، تبلیغاتي او اجتماعي پاڼې د خپلو باسواده او بې سواده مخاطبینو لپاره کاورلې دي.
بلخوا نوموړي زیاته کړه چې په تقویتي نوم لیکنه کې ۳۰زره او ۶۰۰ تنو، پرته له دوو ولسوالیو په دې ولایت کې نوم لیکنه کړې ده.
نوموړي وویل چې د هرات په زیرکوه او پشتکوه ولسوالیو کې به د امنیتي ګواښونو له امله ټاکنې ترسره نه شي.
ده وویل چې په یاد ولایت کې د ۱۷ولسوالیو او ښار په کچه ۳۰۰ د رایه ورکولو مرکزونه په نظر کې نیول شوي دي.
هغه وویل: "موږ د هرات ولایت په کچه ۳۰۰ د رایه ورکولو مرکزونه په نظر کې نیولي خو دا چې د ټاکنو تر ورځو پورې امنیتي ستونزې رامنځته نه شي.
صدیق زاده زیاته کړه چې سربېره پر دې دوو ولسوالیو د ګلران ولسوالۍ په ځینو سیمو کې هم امنیتي ګواښونه شته.
په ورته وخت کې د هرات امنیه قوماندان امین الله امرخیل، د ټاکنو په ورځ د امنیت لپاره د عملیاتو ترسره کولو خبر ورکړ.
ده وویل: "تروریستي ډلې شپه او ورځ هڅه کوي چې تر څو ټاکنې و ننګوي؛ خو موږ د ټاکنو تر ورځې هڅه کوو چې په ټول هرات ولایت کې امنیت را ولو؛ څو ټاکنې په ښه ډول تر سره شي".
د هرات والي عبدالقیوم رحیمي هم په دې ناسته کې خبرې وکړې، و په یاد ولایت کې يې د ټاکنو د تر سره کېدو کې د سیمه ییزو مسوولینو له غوڅوالي خبرې وکړې.
او هغه په دې باور وه چې ټاکنې د اوسنیو ستونزو د حل یوازینۍ لاره ده

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.