کابل (پژواک، ۲۷ زمرى ٩٨): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره به شاوخوا ۹.۶ میلیونه کسان به د ۳۴ ولایتونو په ۵۳۷۳ مرکزونو او ۲۹۵۸۶ محلونو کې خپلې رايې وکاروي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ د زمري په ٢٧مه په یوه خبري ناسته کې وویل چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ټولو ٩٦٦٥٤٧٤٥ کسانو نوملیکنه کړی ده چې له ډلې یې ٦٣٣١٥٣٤ سړي او ٣٣٣٤٢٣٠ ښځې دي.
هغې زیاته کړه، د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره په ۳۴ ولایتونو کې ٥٣٧٣ مرکزونه او ٢٩٥٨٦ محلونه ځانګړي کړي دي.
نورستاني همدارنګه وویل چې له یاد شمېر محلونو ١٨٤٦٧ د نارینه وو او ١١١١٩ نور د ښځو لپاره ځانګړي شوي دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې همدارنګه وویل: "د ټاکنو خپلواک کمېسیون د روان کال د غبرګولي په ۱۱مه ۵۳۸۳ مرکزونه په ۳۴ ولایتونو کې اعلان کړل چې دغه مرکزونه د ۳۳ ولایتونو د تقویتي نوملیکنې او د غزني ولایت د عمومې نوملیکنې لپاره ځانګړي شوي وو. "
د هغې په وینا، له دغه شمېر څخه ۲۴۷ مرکزونه په غزني او ۵۱۳۶ نور په پاتې ولایتونو کې د تقویتي نوملیکنې لپاره خلاص شوي وو.       
د نورستانۍ په خبره: "د عملیاتو د پروسې پر مهال بيا ۱۹ مرکزونه په غزني ولایت کې د ناامنیو له امله وتړل شول چې یواځي ۲۳۳ مرکزونو کې نوملیکنه وشوه. "
د هغې په وينا چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون وکولای شول د امنیتي ارګانونو په مرسته د جوزجان په درزاب، د کندهار په نېښ او د فاریاب په کوهستان ولسوالیو کې هغه څلور مرکزونه خلاص کړي چې هلته عمومي نوملیکنه نه وه شوې. "
د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي مولانا عبدالله په نننۍ غونډه کې وویل، د ټاکنو خپلواک کمېسیون ژمن دی چې د روان کال د تلې په شپږمه ولسمشریزې ټاکنې په روڼ، خپلواک، عادلانه او سراسري توګه ترسره کړي.
ده زیاته کړه، کمېسیون د درغلیو او ټاکنیزه سرغړونو د مخنیوي په اړه ځیني ګامونه پورته کړي چې په بایومټريک سیستم او د رايې ورکولو په ورځ د ګوتو رنګول یې ښې بېلګې دي.
عبدالله وايي، دغه راز دغه بهیر د کورنیو څارونکو، پر ټاکنو د څارونکو بنسټونو د نوماندانو، سیاسي ګوندونو او ايتلافونو د څارونکو، رسنیو او نړیوالو کتونکو له خوا چې کمېسیون ورته باور لیکونه ورکړي، څارل کېږي. "
ده دغه راز وویل، د بايومټريک وسایل او اړوند توکي کمېسیون ته رسېدلې او نن د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې اړوندو کارکوونکو ته یې په اړه روزنه پيل شوه چې دغه پروسه به ډېر ژر په نورو ولایتونو کې هم پيل شي.
د يادولو ده، ټاکل شوې د ولسشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه ترسره شي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.