فیض اباد (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۹۸): په بدخشان ولایت کې د ټاکنو کمېسیون سیمه ییز دفتر وايي چې د سختو لارو او د استوګنې له سیمو د نوم لیکنې د مرکزونو د ډېر واټن له امله په تقویتي نوم لیکنه کې د خلکو ګډون کم رنګه دی.
د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې، د تقویتي نوم لیکنې بهیر ۱۲ ورځې مخکې پیل او تر اوسه په ټول هېواد کې له ۷۰زرو ډېرو کسانو نوم لیکنه کړې ده.
په ورته وخت کې د تقویتي نوم لیکنې بهیر له پیل راهیسې په بدخشان کې شاوخوا درې زره کسانو چې ۳۰ سلنه یې ښځې دي، نوم لیکنه کړې.
په بدخشان کې د ټاکنو کمېسیون د سیمه ییز دفتر رییس محبوب الله سلطانی وايي، د بدخشان په وردوج او یمګان ولسوالیو کې چې د طالبانو تر واک لاندې دي تقویتي نوم لیکنه ده نه ترسره شوې او له تېرو دوو ورځو راهیسې په شهدا ولسوالۍ کې هم د ځینو امنیتي ستونزو له امله دغه بهیر بند شوی دی.
دده په خبره، سختې لارې او د استوګنې له سیمو د نوم لیکنې د مرکزونو لرېوالی په دغه بهیر کې د خلکو د کم حضور لامل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه: ((د لرو پرتو ولسوالیو ډېری اوسېدونکي د کمېسیون سیمه ییز دفتر ته راغلي او لرې سیمو ته یې د سیارو ټېمونو د لېږلو غوښتنه کړې، خو د سیارو ټېمونو لېږل زموږ واک نه دی،  په دې تړاو مرکزي دفتر تصمیم نیسي.))
دغه راز سلطاني زیاته کړه، د نوم لیکنې په یو شمېر مرکزونو کې د ښځینه پولیسو د نشتوان له امله ځینې کورنۍ ښځو ته په دغه بهیر کې د ګډون اجازه نه ورکوي.
هغه وايي: ((عامه پوهاوی د نوم لیکنې لپاره د خلکو په هڅولو کې اغېزمن رول لري، نو ځکه موږ په فیض اباد ښار کې له دوو سیمه ییزو راډیوګانو او د بدخشان له ملي تلویزیون سره هوکړه کړې چې د خلکو د پوهاوي لپاره د کمېسیون خبریتاوې خپرې کړي.))
خو په بدخشان کې د ښځو چارو رییسه الینا غیاثي وايي، په بدخشان کې خلکو په ځانګړې توګه ښځو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه لږ دي او له دې امله کمو ښځو نوم لیکنه کړې ده.
هغې وویل: ((موږ د بدخشان ولایت او امنیې قوماندانۍ په مرسته د نوم لیکنې په ټولو مرکزونو کې ښځینه پولیسې ګومارلې او کورنۍ کولای شي په بشپړ ډاډ په دغه بهیر کې ګډون وکړي.))

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.