نیلي (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۹۸): په دایکنډي کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ساحوي دفتر وايي چې د تقویتي نوم لیکنې مرکزونو په زیاتولو کې هېڅ صلاحیت نه لري او که خلک په ځانګړې توګه ښځې غواړي چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ګډون وکړي، باید نوم لیکنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې پنځه ورځې وړاندې د دایکنډي ځینو اوسېدونکو د تقویتي نوم لیکنې مرکزونو کمښت په اړه د شکایت تر څنګ ویلي وو چې د لارو سختوالي له امله معلول کسان نوم لیکنه نه شي کولی  او په دایکنډي کې د تقویتي نوم لیکنې مرکزونو کمښت معلول نارینه او ښخې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ساحوي دفتر د نوم لیکنې مرکزونو کمښت او لرې والي په تړاو د خلکو اندېښنو په پایله کې نن د مدني ټولنې او رسنیو غړو په ګډون د یوې خبري غونډې پر مهال تایید کړه چې د مرکزونو کمښت او لري والی د نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو ګډون پر وړاندې لویې ننګونې دي، خو یادونه یې وکړه چې د دوی اړوند دفتر د مرکزونو زیاتولو او کلیو ته د ګرځنده ډلو په استولو کې هېڅ واک نه لري.
په دایکندي کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ساحوي دفتر مشر قاسم قسیم د خلکو ستونزې او اندېښنې مني، خو ویې ویل چې دغه کمېسیون د نوم لیکنې مرکزونو جوړولو او کلیو ته د ګرځنډه ډلو لېږلو په برخه کې هېڅ واک نه لري، بلکې د مرکزي کمېسیون ټاکل شوي پلان له مخې چارې پر مخ وړي.
نوموړي زیاته کړه چې د دایکنډي د رایه ورکوونکو د تقویتي نوم لیکنې لس مرکزونو کې نږدې ۲۲۰۰ کسانو نوم لیکنه کړې ده چې ۸۹۹ تنه یې ښځې دي.
د هغه په وینا، په میش، کیتي، پاتو او اشترلي ولسوالیو کې په ترتیب د نوم لیکنې شمېر لوړ دی او د دې ولایت مرکزنیلي چې تر نورو ولسوالیو ګڼه میشته ده، تر ټولو لږ کسانو نوم لیکنه کړې ده.
په ورته مهال، د دایکنډي ښځوچارو مشرې ذکیې رضايي د رایې ورکوونکو په تقویتي نوم لیکنې بهیرکې د ښځو پیکه ګډون په اړه اندېښنه ښودلې او د مرکزونو کمښت او لرې والی یې د ښځو کم رنګه ګډون لاملونه په ګوته کړي دي.
 نوموړې وویل: ((دایکنډي غرنی ولایت دی، لارې یې سختې دي او ښځې نه شي کولى د نوم لیکنې مرکزونو ته لاړې شي.))
د ښځو حقونو فعالې سودابې موحدي د رایې ورکوونکو نوم لیکنې مرکزونو کمښت په تړاو د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وویل: ((له بده مرغه، د کمېسیون له لوري دایکنډي ته د غوره شوي بهیر له امله، به ددغه ولایت ښځې په ټاکنو کې له سیاسي ګډون څخه بې برخې شي.))

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.