ښرنه (پژواک، ٢٨ غبرګولى ٩٨): د پکتيکا خلک او د مدني ټولنو غړي وايي، په دې ولايت د ولسمشريزو ټاکنو د نوم ليکنې تقويتي پروسه پڅه روانه ده، که ورته پاملرنه ونه شي، د دې ولايت ډېری خلک به له يادې ملي پروسې څخه بې برخې پاتې شي.
په دې اړه په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د مدني ټولنو او رسنیو د رول په اړه د یوناما له لوري غونډه جوړه شوې وه.
په دغې ناسته کې مدني فعال عظمت کټوازي وويل، د ټاکنو خپلواک کمېسيون خلکو ته په دې برخه کې د عامه پوهاوي ورکولو په موخه داسې کسان ګومارلي چې هیڅ وړتیا نه لري او خپله ورسپارل شوې دنده په ښه ډول مخ ته نه وړي.
ده زياته کړه، د ټاکنو د نوم ليکنې پروسه دې وغځول شي او د دې ولايت په هغو سيمو کې دې هم مرکزونه جوړ کړي چي خلک په اسانۍ سره ورته مراجعه کولی شي.
د پکتیکا د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر هارون باور وايي، د خلکو د پوهاوي ورکولو په موخه یې مبلغین ګومارلي او په ټولو ولسوالیو کې خپلې دندې مخ ته وړي.
د ده په خبره، ستونزې شته، خو دوى له مرکزي دفتر سره د دې ولايت د خلکو اړونده ستونزې شريکې کړې دي.
 د برمل ولسوالۍ د ځوانانو ټولنې مشر تاج محمد وايي، تر اوسه یې په خپله ولسوالۍ کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون هیڅ کارکوونکی نه دی لیدلی چې ولس ته د تقویتي پروسې او ټاکنو په باره کې معلومات ورکړي وي.
د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکی فیض محمد قانوني اندېښنه ښيي، که د ټاکنو خپلواک کمېسيون له لوري د نوم لیکنې تقویتي پروسه همداسې دوام ولري، نو ډېر کم خلک به په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخلي.
دى زیاتوي، د نوم لیکنې مرکزونه په داسې سیمو کې فعال شوي، چې د کلتوري محدودیتونو له امله ښځې ورته رسیدګي نه شي کولای.
قومي مشر محمد خان کټوازی هم وايي چې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې په تېره پروسه کې هم ډېری پکتیکاوالو خپلې پېژندپاڼې نه دي ثبت کړي او اوسنۍ هغه یې هم ډېره بېخونده پر مخ ځي.
د پکتیکا د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر هارون باور هم مني چې په ځینو برخو کې یې فعالیتونه ښه نه دي روان، خو ولایتي دفتر پوره هڅه کوي چې خپل مسوولیتونه په ښه ډول ترسره کړي.
هغه زیاتوي، د خلکو لپاره د عامه پوهاوي په برخه کې وخت په وخت له  سیمه يیزو راډیوګانو اعلانات خپرېږي او په ټولو ولسوالیو کې مبلغین پر دندو ګومارل شوي، ترڅو خلکو ته په ښارونو، کلیو او بانډو کې ټاکنیز معلومات ورکړي او خلک پر خپلو تذکرو سټېکرونه ولګوي او په راتلونکو ټاکنو کې په پراخه کچه برخه واخلي.
پکتيکا د تقويتي نوم ليکنې لپاره ۱۸ مرکزونه لري چې د اومني ولسوالۍ مرکز يې تړلی او تراوسه پورې دوه زره کسانو په کې نوم ليکنه کړې ده.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.