کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۹۸): په کابل کې د رایې ورکوونکو د تقویتي نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو ګډون د نوم لیکنې د مرکزونو په ادرسونو کې د ستونزو او د دغه بهیر په تړاو د خلکو د معلوماتو د نه لرلو له امله ډېر کمرنګ دی.
د رایه ورکوونکو د تقویتي نوم لیکنې بهیر په داسې حال کې یوه اونۍ وړاندې د غبرګولي په ۱۸مه په ټول هېواد کې پیل شو چې ټاکل شوې د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال تلې په شپږمه ترسره شي.
ټاکل شوې چې د تقویتې نوم لیکنې په دغه کې بهیر پر شرایطو د برابرو هغو کسانو نوم لیکنه وشي چې نوی یې ۱۸ کاله عمر پوره کړی، افغانستان ته تازه راستانه شوي وي، د نوم لیکنې له مخکني بهیر څخه پاتې وي، نوم یې ناسم ثبت شوی وي او یا یې تذکره ورکه کړې وي.
د دغې نوم لیکنې لپاره په ټول هېواد کې شاوخوا ۷۰۰ مرکزونه جوړ شوي چې ۳۵ یې په کابل کې دي.
د یاد بهیر له پیله یوه اونۍ تېرېږي، خو د پژواک خبري اژانس د سترګو لیدلی حال ښيي چې په دغه بهیر کې د خلکو حضور د څو لاملونو لکه د لازمو معلوماتو نه لرل او د مرکزونو له نوملړ سره د ځینو مرکزونو د موقعیت د توپیر له امله ډېر کم دی.
د یو شمېر مرکزونو په ادرسونو کې ستونزه
په اعلان شوي نوملړ کې راغلي چې د نوم لیکنې یو مرکز د کابل ښار د څلورمې ناحیې په ملکه ثریا لېسه کې موقعیت لري، خو په یاده لېسه کې د نوم لیکنې مرکز موجود نه دی.
د څلورمې ناحیې اوسېدونکې طاهرې چې نن د ملکې ثریا لېسې ته راغلې وه پژواک ته وویل، د نوم لیکنې لپاره دې لېسې ته راغلې وه، خو ویې لیدل چې دلته د نوم لیکنې مرکز نشته.
د پژواک خبریال د نوملړ له مخې د راپور جوړولو لپاره د ملکه ثریا لېسې د نوم لیکنې مرکز ته ولاړ، خو د دې لېسې یوه ښوونکي وویل، د دې ناحیې د نوم لیکنې مرکز په ناصر خسرو لېسه کې فعال شوی دی.
خو ناصر خسرو لېسې ته تر تلو وروسته معلومه شوه چې دلته هم مرکز نه دی فعال شوی او د دې ناحیې په تاجور سلطانه لېسه کې جوړ شوی دی.
د څلورمې ناحیې د تاجور لېسې د نوم لیکنې د مرکز مدیر حشمت الله په دې اړه چې په نوملړ کې د ملکه ثریا لېسې ادرس لیکل شوی او ولې د نوم لیکنې مرکز په تاجور لېسه کې فعال شوی دی؟ وویل: ((موږ د ملکه ثریا او ناصر خسرو لېسو د مدیرانو له مخالفتونو وروسته په ډېره سختۍ دغه مرکز دوه ورځې وروسته د تاجور سلطانه په لېسه کې فعال کړ.))
هغه زیاته کړه، له همدې امله په دغه مرکز کې د خلکو ګډون کمرنګ دی، ځکه د دغه مرکز موقعیت د اعلان شوي نوملړ خلاف دی او د سیمې زیاتره خلک یې د کره ادرس په اړه معلومات نه لري.
هغه وویل، دغه مرکز ته هره ورځ د ۳ او ۱۵ تر منځ کسان د نوم لیکنې لپاره راځي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کارکوونکې سوما چې په دغه مرکز کې په دنده ګومارل شوې، هم وویل چې په دغه مرکز کې د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو ګډون ډېر کم دی.
هغې زیاته کړه، په تېرو څلورو ورځو کې په یاد مرکز کې ۱۸ ښځو نوم لیکنه کړې چې زیاتره یې د همدې ښوونځي ښوونکې دي.
د پژواک خبریال د کابل ښار په درېیمه او پنځمه ناحیه کې هم د نوم لیکنې له مرکزونو لیدنه وکړه.
په پنځمه ناحیه کې د نوم لیکنې مرکز د محمد اسماعیل حسن زي په لېسه کې فعالی شوی دی.
د دغه مرکز یوه مسوول د نوم له اخیستو پرته وویل، نن له غرمې مخکې تر لس نیمو بجو یواځې یو تن دغه مرکز ته راغلی دی.
د مسوولینو په خبره، د دغه مرکز کې په دوو (نارینه او ښځینه) محلونو کې د ټاکنو کمېسیون اته کارکوونکي د سهار له اتو د مازیګر تر څلورو بجو دنده ترسره کوي.
د نوم لیکنې بل مرکز د کابل ښار د درېیمې ناحیې د افغان ټکنالوجۍ په انستیتیوت کې فعال و او پژواک ترې لیدنه کړې ده.
د دغه مرکز کارکوونکو هم ونه غوښتل چې له پژواک سره خبرې وکړي، خو د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون یوه کارکوونکي چې په دغه مرکز کې د شکایتونو د ثبت لپاره ګومارل شوی، د نوم له اخیستو پرته وویل، دغه مرکز له درې ورځني ځنډ وروسته فعال او تر اوسه په کې شاوخوا لسو کسانو نوم لیکنه کړې ده.
هغه زیاته کړه چې دا مرکز د څو ودانیو دننه په داسې ځای کې موقعیت لري چې پیدا کول یې خلکو ته ستونزمن دي.
د یادونې وړ ده چې د نوم لیکنې مرکزونو لوحې هم د زیات شمېر خلکو له لید څخه لرې لګول شوي دي.
د پوهاوي نه شتون
په ورته مهال یو شمېرښاریان وايي چې د بیاځلي نوم لیکنې او د نوم لیکنې مرکز په اړه پوهاوی نه لري.
د کابل ښار د میرویس میدان سیمې اوسېدونکي ۶۷کلن سمیع الله پژواک ته وویل: ((زه له نوم لیکنې هېڅ خبر نه یم.))
خو د کابل ښار د خوشحال خان مینې اوسېدونکي محمد ادریس وویل، پوهېږي چې د نوم لیکنې بهیر پیل شوی دی؛ خو د نوم لیکنې مرکز موقعیت په اړه نه پوهېږي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي، پژواک ته وویل چې د تقویتي نوم لیکنې بهیر په پیل کې له ځینو تخنیکي ستونزو سره مخامخ شو او یادې ستونزې لامل شوې څو دا بهیر په ولایتونو کې له ځنډ سره مخامخ شي.
هغه زیاته کړه چې د مناسب ځای نه شتون له امله، د پوهنې وزارت په هوکړه ځینې مرکزونه له یوې لېسې بلې لېسې ته ولېږدول شول او دمګړۍ دا بهیر د کابل په ټولو ناحیو او ولسوالیو کې په عادي ډول پر مخ روان دی.
هغه وویل چې د تقویتي نوم لیکنې په لړ کې تر پرون ماښام په ټول هېواد کې ۲۵زرو کسانو نوم لیکنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء مشر حبیب الرحمن ننګ د پنجشنبې ورځ (غبرګولي ۲۳مه) ویلي و چې د پوهنې وزارت د اړینې همکاري نه شتون د دې لامل شوی چې د هېواد په کچه په زیاتو ولایتونو او ولسوالیو کې د نوم لیکنې بهیر ټکنی شي.
د هغه په خبره، د نوم لیکنې بهیر له پیل راهيسې، نږدې ۱۵زرو کسانو نوم لیکنه کړې ده چې ۹۳۵۸ یې نارینه، ۴۵۰۰ ښځې او ۱۱۳ یې کوچیان دي.
ده ويلي و چې ګوندونه، د مدني ټولنې بنسټونه او رسنۍ مکلفې دي څو د خلکو عامه پوهاوي په برخه کې له دې کمېسیون سره همکاري وکړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.