نیلي(پژواک، ۲۵ غبرګولی ۹۸): د دایکنډي ولایت اوسېدونکي د تقویي نوم لیکنې له کمښت څخه شکایت کوي او وايي، د لارو د سختوالي له امله ښځې او معلولین نه توانېږي چې نوم لیکنه وکړي او ممکن په ټاکنو کې د ښځو ګډون کمرنګ وي.
 د دایکنډي ولایت یو شمېر اوسېدونکي ددغه ولایت لارې او جغرافیه سخته ګڼي او وايي، په دایکنډي ولایت کې د تقویتي نوم لیکنې د مرکزونو کموالي یادو مرکزونو ته د خلکو په ځانګړې توګه ښځو او معلولینو د لاس رسي زمینه له ستونزه سره مخ کړې ده.
 ښځینه فعالې سودابه موحدي د رایې ورکولو د مرکزونو له کمښت څخه په شکایت پژواک خبري اژانس ته وویل، د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې په اړه په دایکنډي ولایت کې دټاکنو کمېسیون کړنلاره اغېزمنه او د کار وړ نه ده او ښځې به په سیاسي مشارکت کې له ګډون څخه پاتې شي.
نوموړي ددې په روښانولو چې د ولسوالۍ په مرکز کې د نوم لیکنې د یوه مرکز جوړېدل زیاتې ستونزې رامنځته کوي زیاته کړه: ((ښځې مالي خپلواکي نه لري او نه شي کولای چې په یوازې ځان د ولسوالۍ مرکز ته لاړې شي او په ناامنو ولسوالیو لکه پاتو، کجران او ناوه مېش کې ښځو ته اجازه نه ورکوي چې د ولسوالۍ مرکز ته لاړې شي او پر پېژندپاڼو یې سټېکر ولګوي.))
 ددې په خبره، که د ټاکنو کمېسیون کلیو ته سیار ټېمونه ونه لېږي او د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې په اړه عامه پوهاوی پیل نه کړي خلک په ځانګړې توګه ښځې به له نوم لیکنې پاتې شي.
 د میرامور ولسوالۍ د برګر اوسېدونکې قمرګلې پژواک ته وویل: ((موږ تېر کال د ځینو ستونزو له امله ونه توانېدو چې خپلې تذکرې سټېکر کړو، خو روان کال کې هېڅ خبر نه لرو چې بیا هم نوم لیکنه پیل شوې او کنه؟))
نوموړې وویل، تر اوسه چا ورته نه دي ويلي چې څه وخت نوم لیکنه وکړي.
د دایکنډي ولایت د خدیر ولسوالۍ ۵۶ کلنه اوسېدونکې عاقله له هغو کسانو ده چې د نوم لیکنې له مرکز څخه د لرې فاصلې له امله یې تر اوسه نوم لیکنه نه ده کړې.
هغې وویل: ((زموږ اقتصادي وضعیت خراب دی او نه شو کولای چې د نوم لیکنې لپاره د ولسوالۍ مرکز ته لاړ شو.))
هغې زیاته کړه: ((زه د نوم لیکنې مینه واله یم او غواړم خپل برخلیک پر یوه رایه تغییر کړم، که زموږ په سیمه کې د نوم لیکنې مرکز موجود وي او زه وکولای شم نوم لیکنه وکړم.))
د پاتو ولسوالۍ یوې بلې اوسېدونکې شازیې پژواک ته وویل، په دې ولسوالۍ کې چې کله ښځې ناروغې شي هېڅکله د ولایت یا ولسوالۍ مرکز ته نه ځي او نارینه ورته په ټاکنو کې د ګډون هېڅ اجازه نه ورکوي.
دې زیاته کړه، په دې ولسوالۍ کې زیاتره ښځو تر اوسه نوم لیکنه نه ده کړې.
هغې له مسوولینو وغوښتل چې په ناامنو ولسوالیو کې کور په کور نوم لیکنه وکړي.
د دایکنډي ولایت یوه اوسېدونکي حمدالله رستګار هم تایید کړه چې تېر کال زیاتو خلکو د پوهاوي د نه لرلو او په تذکرو د سټېکر له لګولو څخه د ډار له امله نوم لیکنه نه ده کړې او اوس په ځینو کلیو کې یو شمېر کسان د هویت تذکرې نه لري.
 دده په خبره، د ټاکنو کمېسیون په دايکنډي ولایت کې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې لپاره په لسو ولسوالیو کې د تقویتي نوم لیکنې مرکزونه په پام کې نیولي چې دا ډول تصمیم به د لارو د سختوالي او کورنیو د زیات لګښت له امله په ټاکنو کې د ښځو او معلولینو د ګډون مخه ونیول شي.
د معلولینو د ټولنې استازي محمد دانش هم وویل: ((له بده مرغه زیات شمېر معلولین پژندپاڼې نه لري او یا یې د بېلا بېلو لاملونو له امله پر تذکرو سټېکر نه دي لګولي او تېر کال یې په ټاکنو کې برخه نه ده اخیستې.))
د هغه په خبره،حکومت د معلولینو د ستونزو لپاره هېڅ پروګرام او توجه نه لري، څو په راتلونکو ټاکنو کې د ټولنې دې طبقې ته د ګډون زمینه برابره کړي.
 نوموړي زیاته کړه: ((همدا اوس د تقویتي نوم لیکنې مرکزونه یوازې د ولسوالیو په مرکزونو کې فعال دي او له همدې امله زیات شمېر معلولین نه شي کولای چې د والسوالیو مرکز ته لاړ او نوم لیکنه وکړي.))
 په ورته وخت کې د مدني ټولنې د شبکې رییس محمد انور شهاب د تقویتي نوم لیکنې د مرکزونو او وخت د کمښت څخه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، د ټاکنو کمېسیون ددغه ولایت د هرې ولسوالۍ لپاره د تقویتي نوم لیکنې یوازې یو مرکز په پام کې نیولى چې بسنه نه کوي.
 نوموړي زیاته کړه، هرکله چې ددې ستونزې د حل لپاره منطقي لارې په نظر کې ونه نیول شي زیات شمېر کسان په ځاګړې توګه ښځې به د روان کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې له ګډونه بې برخې شي.
 د ټاکنو کمېسیون له مهال وېش سره سم به راتلونکې ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شږمه ترسره شي.
 هغه دغه راز څرګنده کړه چې په یو شمېر ناامنو ولسوالیو کې خلک نه شي کولای چې په اسانۍ د نوم لیکنې مرکزونو ته  ځان ورسوي.
 ده وویل: ((موږ د ټاکنو له کمېسیونه غواړو چې د نوم لیکنې مرکزونه زیات کړي، د نوم لیکنې وخت وغځوي او سیار ټېم فعال کړي څو د کلیو اوسېدونکي هم له دغه بهیر څخه بې برخې نه شي.))
 په ورته وخت کې په دایکنډي ولایت کې د ټاکنو کمېسیون د سیمه ییز دفتر سرپرست حمدالله حکمت وویل، د تقویتي نوم لیکنې بهیر د روان کال د غبرګولي په ۱۸ مه پیل او د چنګاښ تر ۲۲ مې به دوام ولري.
 نوموړي ددې په روښانولو چې تر اوسه د سیار ټېم د موجودیت خبر نه شته وویل: ((هڅه کوو چې په ټاکنو کې د ګډون لپاره د خلکو د عامه پوهاوي لپاره یو ټېم ولېږو.))
 هغه زياته کړه چې تر اوسه له ۱۱۰۰ ډېر کسانو د تقویتي نوم لیکنې په مرکزونو کې نوم لیکنه کړې چې نیمايي یې ښځې دي.
 دا په داسې حال کې ده چې تېر کال په دایکنډي ولایت کې له ۱۷۲ زره ډېرو کسانو نوم لیکنه کړې وه چې ۵۵ سلنه یې ښځې وې.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.