کندهار (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۹۸): په کندهار کې په تېرو پنځو ورځو کې شاوخوا ۹۰۰ کسانو د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو لپاره نوم لیکنه کړې ده.
بلخوا د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې لا هم د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د تقویتي نوم لیکنې لړۍ نه ده پیل شوې.
پنځه ورځې مخکې د غبرګولي په ۱۸مه د هېواد د نورو ولایتونو په څېر په کندهار کې هم د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د تقویتي نوم لیکنې لړۍ پيل شوه.
په کندهار کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر هاشم دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو پنځو ورځو کې په کندهار ښار او ولسوالیو کې شاوخوا ۹۰۰ تنو نوم لیکنه کړې ده.
هغه زیاته کړه، دا هغه کسان دي چې تازه اتلس کلن شوي، یا له نورو ولایتونو کندهار ته راغلي او یا هم په تېر پړاو کې په یوه وجه له نوم لیکنې پاتې شوي وو.
خو د کندهار په دوو ولسوالیو ښوراوک او رېګستان کې لا هم نوم لیکنه نه ده پیل شوې.
په دې اړه دراني وویل، چې همدا نن دغو دوو ولسوالیو ته د هوا له لارې مامورین او د اړتیا وړ توکي رسېدلي او سر له سبا به په کې د نوم لیکنې لړۍ پيل شي.
د ده په خبره، دا چې د ملي اردو د هوايي ځواک چورلکې بوختې وې، نو ځکه تر دې مهاله نه وو توانېدلي دغو ولسوالیو ته توکي او خپل مامورین ولېږدوي.
نوموړي د نوم لیکنې له روان بهیره خوښي وښودله او ویې ویل، دغه لړۍ له کومې ستونزې پرته په ښه توګه روانه ده.
دی وايي، د کندهار په کچه د ولسمشرۍ ټاکنو د تقویتي نوم لیکنې لپاره ۲۸ مرکزونه ځانګړي شوي چې په ټولو ۱۷ ولسوالیو کې یو- یو مرکز او په کندهار ښار کې به ۱۱ مرکزونه پرانیستي وي.
د ده په خبره، د کندهار ښار او ولسوالیو په ټولو مرکزونو کې نارینه او ښځینه کارکوونکي په دندو ګومارل شوي او د نوم لیکنې دغه مرکزونه به تر راتلونکو لسو نورو ورځو پرانیستي وي.
د کندهار هغه اوسېدونکي د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د تقویتي نوم لیکنې د پيل کېدو هر کلی کوي او وايي، د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې ګډون کوي.
د کندهار ښار د میرویس مېنې اوسېدونکي محمدالله پژواک خبري اژانس ته وویل، د پارلماني ټاکنو پر مهال له نوم لیکنې پاتې شوی و، خو دا ځل یې نوم لیکنه کړې ده.
هغه زیاته کړه، دا د خلکو حق دی چې د رڼو ټاکنو له لارې خلک خپل راتلونکی ولسمشر وټاکي.
خو دی وايي، د ټولو خلکو غوښتنه دا ده چې هم دې د نوم لیکنې بهیر شفاف وي او هم دې د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې رڼې تر سره شي څو د پارلماني ټاکنو د پایلو په څېر له ځنډ سره مخامخ نه شي.
د یادونې ده، څو میاشتې وړاندې د پارلماني ټاکنو لپاره د کندهار په کچه ټولټال ۵۶۷ زره کسانو نوم لیکنه کړې وه چې ۷۳ زره تنې یې ښځې وې.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.