کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۹۸): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په مرکز او ولایتونو کې ځینې کارکوونکي ګومارلي څو د ولسمشریزو ټاکنو رایه ورکوونکو تقویتي نوم لیکنې په بهیر کې ممکنه شکایتونو ته رسېدنه وکړي.
د رایه ورکوونکو تقویتي نوم لیکنې بهیر د غبرګولي په ۱۸مه د شلو ورځو لپاره د هېواد په کچه په ۴۵۸ مرکزونو کې پیل شوی دی.
په دغه بهیر کې به د هغو کسانو چې په تېرو ټاکنو کې یې نوم لیکنه نه ده کړې، اتلس کلن شوي وي او یا په تېرو ټاکنو کې پر تذکرو لګول شوي سټېکرونه یې له منځه تللي، نوم لیکنه کېږي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون منشي او ویاند محمد قاسم الیاسي نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې د دغه بهیر له پیل سره سم یې په مرکز او ولایتونو کې کارکوونکي ګومارلي څو د نوم لیکنې په بهیر کې شکایتونه، سرغړونې او درغلۍ ثبت کړي.
هغه وویل چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په کابل کې د نوم لیکنې په ۳۵ مرکزونو کې خپل کارکوونکي ګومارلي او په ولایتونو کې یې د شکایتونو ثبت لپاره ګرځنده ډلې ټاکلې دي.
نوموړي زیاته کړه چې کمېسیون به د شکایتونو له ثبت وروسته لاس په کار شي.
هغه زیاته کړه: ((له هېوادوالو غواړو که د نوم لیکنې په بهیر کې سرغړونې، درغلۍ او یا هر راز نورې کړنې چې د نوم لیکنې بهیر ته زیان اړوي، وویني، خپل شکایتونه او اعتراضونه دې د رسېدنې لپاره د شکایتونو ځانګړي فورم له لارې د کمېسیون په ولایتي او مرکزي دفترونو کې ثبت کړي.))
نوموړي د نوم لیکنې مرکزونو کمښت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون او د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشران سبا په دې اړه غونډه کوي چې د شونتیا په صورت کې به یې شمېر زیات شي.
الیاسي د نوم لیکنې بهیر په اړه د خلکو نه پوهاوی د یوې ستونزې په توګه یاد کړ ویې ویل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید په دې اړه لاس په کار شي.
 

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.