مزارشريف ( پژواک، ۲۱غبرګولی، ۹۸)  بلخ ولايت کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ولايتي دفتر وايي چې په تېرو څلور ورځو کې د دغه ولايت په ټاکنيزو مرکزونو کې شاوخوا ۴۰۰ کسانو نومونونه ثبت کړي دي.
د تېرې شنبې په ورځ بلخ کې د تقويتي نوم ثبتونې پروګرام پيل شو، چې ټولټال دغه ولايت کې ۲۳ مرکزونه پرانيستي دي.
د نوم ثبتونې مرکزونو له ډلې څخه ۱۳ يې په ولسواليو کې او ۱۰ نور يې هم د مزارشريف ښار په لسو ناحيو کې فعال دي.
د بلخ د ټاکنو کمېسيون رييس عزت الله ارمان د غبرګولي په ۲۱مه پژواک ته وويل چې تر دې مهاله په يادو مرکزونو کې شاوخوا ۴۰۰ کسانو نومونه ثبت کړي دي.
د بلخ ټاکنو کمېسيون د معلوماتو پر بنسټ، تېرو څلورو ورځو کې په اوسط ډول د دغه ولايت په هر مرکز کې يواځې څلورو کسانو نومونه ثبت کړي چې دا د بلخ نفوس ته په کتو ډېر کم شمېر يادېږي.
عزت الله ارمان وويل، ياده پروسه تقويتي بڼه لري او ښايي، چې همدا د خلکو د کمرنګه ګډون لامل وي.
هغه زياته کړه، په دې تړاو ټاکنو کمېسيون د عامه پوهاوي پروګرامونه هم پيل کړي؛ څو خلک تشويق شي او په راتلونکو ټاکنو کې د ګډون لپاره نومونه ثبت کړي.
احمد صميم د مزارشريف ښار د درېيمې ناحيې نوم ثبتونې ټاکنيز مرکز مشر دی، هغه وايي چې په تېرو څلورو ورځو کې دغه مرکز کې نږدې ۲۰ کسانو نومونه ثبت کړي دي.
نوموړي پژواک ته وويل، په ياد مرکز کې د نارينه او ښځينه وو لپاره دوه جلا جلا محلونه خلاص دي، چې تر اوسه يې هره ورځ ۴ يا ۵ کسان ثبت نام کوي.
هغه زياته کړه، د کمېسيون له خوا ټاکنيز مواد پر وخت ورته رسېږي او په دې برخه کې هېڅ ډول ستونزه نشته.
د هغه په وينا، په دې دور کې ډېری هغه کسان نومونه ثبتوي، چې له کډوالۍ بېرته راستانه شوي وي او يا يې هم تېر ځل په ټاکنو کې برخه نه وي اخيستې.
د بلخ مدني فعالان بيا د ټاکنو د نوم ثبتونې په اړه په خلکو کې د عامه پوهاوي نه شتوالی د خلکو د کمرنګه ګډون لوی لامل بولي.
مدني فعال رجب خان پژواک ته وويل، چې ډېری خلک لا هم نه دي خبر، چې د ټاکنو د نوم ثبتونې پروسه پيل شوې او که نه ده پيل شوې.
هغه پر ټاکنو کمېسيون نيوکه وکړه چې دې برخه کې يې پر وخت خپلې چارې نه دي ترسره کړي.
نوموړی له خلکو غواړي، چې ټولو ستونزو ته په کتو دې بيا هم په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړي او د خپل برخليک په ټاکلو کې دې ونډه واخلي.
د مزارشريف اسېدونکي تمنا بيا پژواک ته وويل، چې د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې درغلي او فساد د دې لامل شوي، چې خلک پر انتخاباتو خپل باور له لاسه ورکړي.
هغې زياته کړه، ډېرو کسانو سره مخ شوې، چې نه غواړي په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې ګډون وکړي.
خو تمنا وايي، اوس يې اتلس کاله عمر پوره کړی او په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې به په لومړي ځل خپله رايه وکاروي.
نوموړې زياتوي، له شته ستونزو څخه د وتلو يواځينۍ لار په ټاکنو کې ونډه اخيستل او د يوه نوي حکومت رامنځته کول دي.
هغې له حکومت او ټاکنو کمېسيون څخه هم غوښتنه وکړه، چې په راتلونکو انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون ته زمينه برابره کړي.
بلخ کې د ټاکنو کمېسيون رييس وايي، چې يو شمېر ولسواليو کې د نا امنيو، وسله والو طالبانو او سيمه ييزو زورواکو شتون، د ټاکنو پروسې پر وړاندې جدي ستونزه ده.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.