کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۹۸): فیفا وايي چې د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ د ټاکنو پر سر رامنځته شوی جنجال باید له جرګې څخه بهر ته د راجع کولو پر ځای د قانوني لارو یا د ټاکنیزو حوزو د ۳۶ استازو څخه د جوړ شوي پلاوي له خوا حل شي.
 په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) د ولسي جرګې په ټاکنو کې د فساد د جدي تورونو د موجودیت په اړه وايي، قومي تنګ نظرو بحثونو د جرګې د رییس د ټاکلو ستونزه سخته کړې چې باید مخه یې ونیول شي.
د ملي شورا د ۱۷ مې تقنیني دورې له پرانیستې وروسته د غويي په ۲۸ مه د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ لپاره دویم ځلي ټاکنې ترسره شوې، خو د پایلو پر سر یې د جرګې د غړو تر منځ اختلاف رامنځته شو.
تر اوسه د یادو ستونزو د حل لپاره د جرګې د غړو تر منځ درې پلاوي ټاکل شوي، خو دغه پلاوي د ستونزې پر حل نه دي توانېدلي.
د ولسي جرګې د ریاست پر سر راپورته شو‎ې ستونزې د حل په موخه د ملي شورا د ۱۷ مې دورې له پرانیستې وروسته ددې جرګې شپاړسمه عمومي ناسته کې هم بې پایله وه.
په پارلماني چارو کې د دولت وزیر فاروق وردګ تېره شنبه ویلي و، که د ولسي جرګې عمومي ناستې تر راتلونکو دوو ورځو د یادې ستونزې پر حل بریالۍ نه شي حکومت به دغه ستونزه سترې محکمې ته وړاندې کړي.
خو په افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ د مشاهداتي څانګې مسوول حسیب الله معترف نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال د ولسي جرګې څخه بهر د یادې جرګې د ستونزې د راجع کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل: ((په ولسي جرګه کې رامنځته شوی بحران یوه قانوني او تخنیکي ستونزه ده، په زغم او حوصله   دې په اړه خبرې وکړي او یوه حل لاره دې ورته پیدا کړي، له ولسي جرګې څخه بیرون ته د یادې ستونزې راجع کول تر ټولو زیات د هېواد مقننه قوې ته چې د ملت د ارادې تر ټولو عالي ځای دی زیان رسوي.))
 نوموړي زیاته کړه، سترې محکمې ته د ولسي جرګې د ریاست د څوکۍ پر سر د رامنځته شوې ستونزې راجع کول ممکن یاده ستونزه حل کړي، خو په همدومره کچه د داخلي ستونزو د حل په برخه کې د ملت د کور بېچاره ګي او ناتواني په ډاګه کوي.
فیفا په خبرپاڼه کې لیکي، هغه پارلمان چې خپلې ستونزې حل نه کړي څرنګه کولای شي چې د هېواد د ستونزو حل ته رسېدنه وکړي؟
 دغه ارګان وايي، ددې ترڅنګ په ولسي جرګه کې د موجوده ستونزې د حل لپاره له قانوني لارې لکه قوانینو او کړنلارو ته احترام اساسي حل لاره ګڼي، خو وړاندیز کوي چې که دغه لاره ګټوره نه وي د هرې ټاکنیزې حوزې استازي دې د یوې ۳۶ کسیزه کمېټې د جوړېدو لپاره د خپلې حوزې یوه وکیل ته رایه ورکړي.
 معترف وویل، ددې ستونزې د حل لپاره چې یاده ۳۶ کسیزه کمېټه هر ډول تصمیم نیسي ټولو لوریو ته باید د منلو وړ وي.
هغه زیاته کړه، ددې طرحې جزیيات نن د ولسي جرګې له غړو سره شریکوي.
دده په خبره، دغه راز د  ټاکنو کمېسیون او د مدني بنسټونو بېطرفه څارونکي د ولسي جرګې د اداري پلاوي په ټاکلو کې برخه واخلي او په دغه بهیر کې دې د روڼتیا ضمانت وکړي.
 معترف وویل، د ولسي جرګې د ریاست ټاکنو په اړه د راپورته شوي بحران رامنځته کېدل او دوام څو لاملونه لري.
 هغه زیاته کړه: ((خو د ډېرې اندېښنې وړ  چې دي هغه د رامنځته شوي وضعیت پایلې دي چې له یوې خوا د ملت د کور باور او حیثیت ته زیان زسوي او له بلې خوا یې په عملي ډول د نظام یوه قوه فلج کړې ده.))
 سرچنې روښانه کړه، د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ دټاکنو پرسر د رامنځته شوې ستونزې په دوام د افغانستان د ولسي جرګې په ټاکنو کې د جدي فساد د مجودیت په اړه تورونه موجود دي.
 هغه وویل: ((په پارلمان کې د فساد د موجودیت بحثونه په تېرو دورو کې هم مطرح وو، دغو تورونو د پارلمان موقف ته جدي زیانونه اړولي او د استازو فعالیتونه یې اغېزمن کړي دي.))
 دغه ارګان وړاندیز کوي چې د ولسي جرګې د اوولسمې دورې غړي باید د مجلس په داخل کې له فساد سره د مبارزې برخې ته جدي پاملرنه وکړي او داسې میکانیزم باید جوړ شي چې د «مالي فساد او رایو د اخیستو او خرڅولو امکان له منځه لاړ شي.»
 معترف وویل، د ولسي جرګې غړي دې نه پرېږدي چې یو شمېر عناصر د جرګې په داخل او بهر کې رامنځته شوو جنجالونو ته قومي رنګ او بوی ورکړي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.