کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۹۸): د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنرانو ته ګواښ کوي چې خپلې کړنې د ټاکنو قانون مطابق ترسره کړي له دې پرته به سلب صلاحیت شي.
 د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا راتلو ولسمشرۍ ټاکنو ته له ۱۲ نوماندانو جوړه شوې ده.
 د دې شورا له خوا پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د ټاکنو له قانون سره سم عمل وکړي له دې پرته به د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو له خوا سلب اعتما شي.
 دا په داسې حال کې ده چې د یادو کمېسیونونو مخکني غړي وروسته له هغه د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو له خوا وټاکل شول چې ولسمشر غني د تېر کال د سلواغې په ۲۳ مه د ټاکنو قانون تر تعدیل وروسته د ټاکنیزو کمېسیونونو ټول غړي له دندو لرې کړل.
 له پورته قانون سره سم د ټاکنیزو کمېسیونونو د دارالانشا د رییسانو او ۱۲ غړو د ټاکلو واک د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو سره دی.
 په همدې توګه تېر کال د کب میاشتې په ۱۰ مه د ولسمشرۍ ټاکنو ۱۷ نوماندانو د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړیتوب لپاره د ۸۱ نوماندانو له ډلې۱۴ کسان د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو په صفت وټاکل.
 د شورا په خبرپاڼه کې روښانه شوې چې د ملي يووالي حکومت مشران د ۱۳۹۷ کال د مرغومي له میاشتې وروسته د ولسمشرۍ ټانو د نوماندانو په صفت نوم لیکنه کړې، نو ځکه د ټولو لوړ پوړو دولتي کسانو عزل او ګومارنه ناقانونه ګڼل کېږي.
 خبرپاڼې زیاته کړې، د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان د ټولو لوړ پوړو چارواکو عزل او ګومارنه د ټاکنو د مدیریت لپاره زمینه برابرول او د حاکم ټېم په ګټه بولي.
 سرچینې د دې په روښانولو چې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا ملي یووالي حکومت ته سیاسي طرحه وړاندې کړې وه، خو تر اوسه ورته توجه نه ده شوې زیاته کړې: ((هرکله چې د ملي يووالي حکومت مشران د ټاکنیزو سیالانو او افغان غیور ملت پر وړاندې ناقانونه کړنې ترسره کوي د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا به د قانون په چوکاټ کې د ملي يووالي حکومت پر وړاندې له ټولو قانوني لارو استفاده وکړي.))
سرچینه  زياتوي چې که د  ملي يووالي حکومت په سر کې ولسمشر د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا قانوني غوښتنو ته توجه ونه کړي یاده شورا به د وروستي انتخاب په توګه د ولسمشرۍ ټاکنو له تحریم څخه استفاده وکړي چې په دې صورت کې به ټول مسوولیت د ملي یووالي حکومت د مشرانو پر غاړه وي.
ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شي، په دې ټاکنو کې د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله عبدالله په ګډون ۱۸ نوماندانو د ولسمشرۍ ریاست څوکۍ ته نوم لیکنه کړې ده.
 

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.