کندهار (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۹۸): په کندهار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو اړوند د تقویتي نوم لیکنې لپاره به په کندهار ښار او ټولو ولسوالیو کې ۲۸ مرکزونه پرانیستي وي.
د هېواد د نورو ولایتونو په څېر نن د غبرګولي په ۱۸مه په کندهار کې هم د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د تقویتي نوم لیکنې لړۍ پيل شوه.
په دغه مراسمو کې د کندهار مرستیال والي عبدلحنان منیب، د کندهار د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر هاشم دراني، د ولایتي شورا غړو او نورو چارواکو ګډون کړی وو.
په کندهار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر هاشم دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار په کچه د ولسمشرۍ ټاکنو د تقویتي نوم لیکنې لپاره ۲۸ مرکزونه ځانګړي شوي چې په ټولو ۱۷ ولسوالیو کې یو- یو مرکز او په کندهار ښار کې به ۱۱ مرکزونه پرانیستي وي.
هغه زیاته کړه، دغه پروسه به د کندهار په ټولو ولسوالیو کې پلې شي او یوه ولسوالي به هم د نوم لیکنې له بهیر څخه نه پاتې کېږي.
د ده په خبره، هغه افغانان چې تازه یې د ۱۸ کلنۍ عمر بشپړ کړی وي، له بهر څخه هېواد ته راستانه شوي وي او یا یې کندهار ته نقل مکان کړی وي، کولای شي پر خپلو تذکرو سټېکرونه ووهي.
نوموړي وویل، د کندهار ښار او ولسوالیو په ټولو مرکزونو کې نارینه او ښځینه کارکوونکي په دندو ګومارل شوي او د نوم لیکنې دغه مرکزونه به تر راتلونکو ۱۵ورځو پرانیستي وي.
د کندهار د والي مرستیال عبدالحنان منیب وویل، د نوم لیکنې د بهیر له پيل کېدو سره سم دې ټولې تخنیکي ستونزې تشخیص او پر وخت حل شي څو د پارلماني ټاکنو د نوم لیکنې په څېر ستونزې بیا پېښې نه شي.
د پارلماني ټاکنو د نوم لیکنې پر مهال په کندهار ښار او یو شمېر ولسوالیو کې په وار وار سټېکرونه خلاص او د اړتیا وړ نور توکي کم شول چې دغه بهیر یې څو ځلې له خنډ او ځنډ سره مخ کړ.
نوموړي غوښتنه وکړه چې ولایتي شورا، رسني او مدني ټولنې او مېرمنې دې خلک وهڅوي چې د نوم لیکنې په پروسه کې برخه واخلي او د ولسمشرۍ د ټاکنو پر مهال د خپل زعیم د ټاکلو حق تر لاسه کړي.
د ولایتي شورا غړي نعمت الله شېردلي هم غوښتنه وکړه چې د نوم لیکنې او مراجعینو د امنیت د خوندیتوب لپاره دې کار وشي څو خلک په ډاډه زړه په دې پروسه کې ګډون وکړي او د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د برخې اخیستو لپاره چمتو شي.
هغه د دغې پروسې پر روڼیتا هم ټینګار وکړ او ویې ويل، دا د خلکو حق دی چې د رڼو ټاکنو له لارې خلک خپل راتلونکی ولسمشر وټاکي.
څو میاشتې وړاندې د پارلماني ټاکنو لپاره د کندهار په کچه ټولټال ۵۶۷ زره کسانو نوم لیکنه کړې وه چې ۷۳ زره تنې یې ښځې وې.
خلک د دغې تقویتي نوم لیکنې د لړۍ هر کلی کوي او وايي، په دې توګه به هغه خلک د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ګډون چانس تر لاسه کوي چې په یوه وجه د نوم لیکنې له بهیره پاتې شي وو.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.